د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: شاید د امریکا هوایي برید کې په خیریه کارکوونکي د داعش جنګیالي فکر شوی وي


په کابل کې په نښه شوی موټر
په کابل کې په نښه شوی موټر

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ د سپټمبر ۱۰ ( وږي ۱۹) رپوټ ورکړ او وايي چې د یوې ویدیو له څېړنې ښکاري چې امریکايي پوځیانو ممکن د یوې خیریه ټولنې په موټر باندې د داعش د جنګیالو په ګومان برید کړی وي.

دغه برید د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عسکرو له وتلو یوه ورځ مخکې وشو او ۱۰ ولسي افغانان په کې ووژل شول. د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د اګست په ۲۹ په ډرون باندې ترسره شوي دغه برید کې د داعش د ډلې د برید یو نوی پلان له منځه وړی دی.

خو د ایمل احمدي په نامه د کابل یوه اوسېدونکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي و چې په دې برید کې د هغه د کوچنۍ لور، وریرونو ، خورېیونو او ورور زمري احمدي په ګډون چې د بمبارد شوي موټر، چلونکی و، ۱۰ کسه ولسي خلک وژل شوي و.

د امنیتي کمرې د تصویرونو په پلټلو سره، نیویارک ټایمز وایي چې امریکايي پوځیانو ښايي‌ زمری احمدي او همکاران یې موټر ته د اوبو د لویو بوتلونو د پورته کولو او خپل رئیس ته د لپ ټاپ کمپیوټر د لېږدولو په حال کې لیدلي وي.

زمري احمدي د تغذیې او ښوونې د نړیوالې موسسې په نامه یوې امریکايي ټولنې سره چې مقر یې د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کې دی، د برق د انجنیر په توګه کار کاوه او خپلوان یې وايي چې د امریکا د مهاجرت ویزې ته یې هم درخواست ورکړی و.

امریکايي چارواکي وايي د ډرون له برید وروسته دوهمه لویه چاودنه داښيي چې په موټر کې چاودېدونکي توکي بار و.

په پلټنو کې د دوهمې چاودنې نښې ونه موندل شوې

د نیویارک ټایمز په څېړنه کې ویل شویدي چې د دوهمې چاودنې په اړه شواهد نشته، یواځې یوې نږدې دروازې ته لږ تاوان رسیدلی او د دوهمې لویې چاودنې نښې لکه د دیوالونو نړېدل نه ترسترګو کیږي.

ایمل احمدي له دې وړاندې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي و چې په دې برید کې ۱۰ کسه ملکیان وژل شوي و. امریکايي‌ چارواکو د درې ملکي وګړو مړینه تائید کړې خو ادعا کوي چې دغې ضربې د یوې بلې حملې مخه ونیوله.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي دغه رپوټ ته په خپل غبرګون کې ویلي دي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ " د دغه برید څېړنې ته دوام ورکوي " او زیاتوي " هیڅ کوم بل وسلوال ځواک د امریکا دمتحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو په اندازه د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره هڅه نه کوي."

هغه زیاته کړه " لکه څنګه چې د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز مارک میلي وویل دغه برید د ښو اطلاعاتو پراساس شوی، او مونږ اوس هم باور لرو چې دغه برید د کابل په هوايي ډګر او هلته زمونږ په خدمت بوختو سرتیرو باندې د یوه قریب الوقوع برید مخه ونیوله."

د نیویارک ټایمز په څېړنه کې ویل شویدي چې له دغه برید وروسته په دوهم سهار په هوايي ډګر باندې ترسره شوی راکټي برید چې داعش یې د کولو ادعا وکړه، له یوه ټویوټا کرولا موټر څخه چې د زمري احمدي موټر ته ورته و، ترسره شو.

د برون د پوهنتون د څېړنې له مخې چې د روان کال د اپریل په میاشت کې خپره شوه، د تروریزم پرضد د امریکا د جنګ له پیل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې له ۷۱۰۰۰ زیات ولسي وګړي وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG