د لاس رسي وړ اتصالات

د بالتیمور لویې څارنوالې په٦ پولیسو جنایي تورونه ولگول


 ایالتي څارنوالې وویل چې گرې کله چې د اپریل په ١٢مه د پولیسو په وان موټر کې واچول شو، په دې وخت کې د هغه غاړه سخته زخمي شوې وه
ایالتي څارنوالې وویل چې گرې کله چې د اپریل په ١٢مه د پولیسو په وان موټر کې واچول شو، په دې وخت کې د هغه غاړه سخته زخمي شوې وه

د امریکا د متحده ایالاتو د بالتیمور د ښار لویې څارنوالې د پولیسو په هغو شپږو صاحب منصبانو باندي جنایي تورونه لگولي دي چي د فیډي گرې په نیولو کې یې لاس درلود او ویلي یې دي چې د ایالت د طبي چارو مفتش دا پریکړه کړې چې د پولیسو په توقیف کې د هغه مرگ قتل و.

ایالتي څارنوالې ماري لین موسبي پرون د جمعې په ورځ وویل چې گرې)کله چې د اپریل په ١٢مه د پولیسو په وان موټر کې واچول شو، په دې وخت کې د هغه غاړه سخته زخمي شوې وه.

هغې وویل چې هغه ته د موټر د چوکۍ کمربند چې حفاظتي کمر بند دی، هم نه و تړل شوی او دا کار حتمي و. او دا چې صاحبمنصبانو د هغه سره طبي مرسته هم نه وه کړې، که څه هم چې (گرې) ورته ویلي و چې دی دغی مرستي ته ضرورت لري.

موسبي دغه توقیف په خپله یو غیر قانوني کار وباله او ویې ویل چې هغه چاقو چې د دغه ٢٥ کلن تورپوستي سره و، هغه د کومي حملې د پاره نه و را اخیستی او د هغه سره یې موجودیت قانوني و.

په دې تورونو کې په دغو صاحبمنصبانو کې په یوه باندي د دوهمي درجې د قتل تور شامل دی، برسیره په دې په غیر داوطلبانه توگه د انسان وژل، دوهمه درجه حمله او تیری کول، د دفتري چارو نه ناوړه استفاده کول او په غلطه توگه بندي کول هم په دې جرمونو کې راځي.

د ( فیډي گرې) کورنۍ غبرگون

‏د ( فیډي گرې) کورنۍ ویلي دي چې د هغو تورونو له کبله چې د پولیسو په شپږو صاحبمنصبانو باندي لگیدلي دي « راضي » ده.

د ( گرې) پلندر ( ریچارډ شیپلي) پرون د جمعې په ورځ په بالتیمور کې خبریالانو ته وویل چې دغه الزامونه « د فریډي د پاره د عدالت په برخه کې یو مهم اقدام دی.»

هغه په دې ښار کې د سولي غوښتنه وکړه خو ویې ویل چې« د عدالت نه پرته سوله نه شي راتلای او را شئ چې د عدالت په تعقیبولو سره سوله راولو.»

د ( گرې ) د کورنۍ مدافع وکیل ( ویلیام مرفي) هم وویل چې دغه الزامونه

« د فریډی د پاره د عدالت په لار کې یو متحرک اقدام دی.»

هغه د ایالتي څارنوال د دفتر اجراات « پرځای جواب » وباله چې« په بې ساري زړه ورتیا او جرات سره تر سره شوي دي.»

د ( پولیسو د ورورۍ د نظم) په نامه د اتحادیې غبرگون

هغه کارگري اتحادیه چې د پولیسو د هغو شپږو صاحب منصبانو آستاځې ده چې د بالتیمور د یوه اوسیدونکي( فیډي گرې) د نیولو او مرگ په تورونو ملزم شوي دي وایي چې په دومره بیړه د دغو صاحبمنصبانو په ملزمولو او د هغوي په باب په قضاوت کولو کې سیاست نقش لوبولی دی.

د ( پولیسو د ورورۍ د نظم) په نامه د اتحادیې څارنوال ( مایکل ډیوي) پرون د جمعې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په دغو صاحب منصبانو باندي د الزامونو لگول « په قضاوت کولو کې زیاته بیړه ښکاره کوي.»

د پولیسو صاحب منصبانو په یوه لیک کې چې د بالتیمورد ښار ایالتي څارنوال ته یې استولی دی، د دغه ٢٥کلن ځوان د ناڅاپي مرگ له کبله خپله خواشیني څرگنده کړې ده.

د اوباما دریځ

دامریکا جمهوررئیس براک اوبا ما وروسته له هغه چې د ( فیډي گرې) په نیولو کې د لاس درلودلو له کبله د بالتیمور د پولیسو په شپږو صاحبمنصبانو باندي د تورونو د لگولو اعلان وشو، پرون د جمعې په ورځ وویل چې « دا بلکل مهمه ده چې ٢٥ کلن افریقایي امریکایي چې تیره میاشت د پولیسو په توقیف کې مړ شو، د هغې په اړه حقیقت معلومیږي.»

هغه وویل چې « زه فکر کوم چې د بالتیمور خلک تر هر څه زیات د حقایقو معلومول غواړي. جمهوررئیس دا تبصره په سپینه ماڼۍ کې وکړه او ویې ویل چې « د ټول هیواد خلک هم دا غواړي.»

ښاغلي اوباما وویل چې دا به د ده د پاره مناسب نه وي چې په هغه قانوني جریان باندي چې په دې قضیه کې شامل دی، خبري وکړي، مگر دا چې دی غواړي په دې ځان ډاډه کړي چې « قضایي سیسټم په هغه ډول چې لازمه ده پر مخ ځي» هغه وویل چې « عدالت باید تامین شي.»

XS
SM
MD
LG