د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې څخه د تیلو او ګازو په واردولو بندیز ولګاوه


امریکا پداسې حال کې د روسیې څخه د تیلو په واردولو بندیز ولګاوه چې په امریکا کې د تیلو بیې دومره لوړې شوي چې د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا ساری نلري.
امریکا پداسې حال کې د روسیې څخه د تیلو په واردولو بندیز ولګاوه چې په امریکا کې د تیلو بیې دومره لوړې شوي چې د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا ساری نلري.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د روسیې څخه د تیلو او ګازو په ټولو وارداتو د بندیز لګولو اعلان وکړ.

ښاغلي بایډن سه شنبه مارچ ۸ ( کب۱۷) د دې بندیزونو د اعلان پر وخت وویل چې دا د " پوتین د جګړې ماشین ته یوه بله قوي ضربه ده".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس زیاته کړه، "مونږ دا اقدام پوتین ته د لا درد رسولو په خاطر کوو خو دلته په متحده ایالاتو کې به هم زیان ولري".

د روسیې د تیلو او ګازو په وارداتو دا بنیدزونه پداسې حال کې لګول کیږي چې په متحده ایالاتو کې د یو ګیلن تیلو بیه د ۴ ډالرو څخه پورته شوی.

دا د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې په امریکا کې تیل دومره ګرانیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په خبري کنفرانس کې د تیلو د بیو د لوړیدو ملامتي د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین واچوله.

میرمن ساکي وویل، " امریکایانو د تیلو په پمپونو کې ډیرې پیسې د جمهور رئیس پوتین د کړنو له کبله ورکوي. دا د هغه کار دی او زمونږ د بندیزونو له وجې نده."

د تیلو او ګازو په واردولو دا بندیز د متحده ایالاتو تازه اقدام دی چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل د وړتیا د محدود کولو لپاره یې کوي.

د جمهور رئیس جو بایډن د اجرائیوي فرمان له مخې متحده ایالاتو ته د روسیې د خامو تیلو، پټرولیم اړوند تولیداتو، طبیعي ګاز، ډبرو سکرو او د ډبرو سکرو اړوند تولیداتو په واردولو بندیز لګول کیږي او همدرانګه هیڅ امریکایي اتباع نشي کولی چې د روسیې د انرژۍ په سکتور کې پانګه اچونه وکړي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې اجرائیوي فرمان په سمدستي توګه د تطبیق وړ دی او پخواني قراردادونه چې پدې برخه کې شوي، پنځه څلویښت ورځې وخت لري چې سره راټول شي.

تیر کال متحده ایالاتو هره ورځ د روسیې څخه ۷۰۰ زره بیلره خام تیل او تصفیه شوي پټرولیم مواد وارد کړي پداسې حال کې اروپا بیا هره ورځ د روسیې څخه ۴.۵ ملیونه بیلره تیل واردول.

د امریکا جمهور رئیس په روسیې د بندیز د اعلان پر وخت وویل چې ښایي اروپایي متحدین او شریکان پدې دریځ کې د یو ځای کیدو لپاره زړه ښه نه کړي خو زیاته یې کړه چې " متحده ایالات په کور دننه دومره تیل تولیدوي چې ټول اروپایي هیوادونه یې نشي تولیدولی".

جو بایډن زیاته کړه چې متحده ایالات د انرژۍ واریدونکی هیواد ندی او په همدې خاطر د روسیې څخه د تیلو، طبیعي ګازو او نورو تولیداتو په واردولو دا بندیزونه لګوي.

لا معلومه نده چې آیا اروپایي هیوادونه به هم د متحده ایالاتو په شان د روسیې پر ضد دا ډول اقدام وکړي که او که نه خو بریتانیې ویلي چې د همدې روان کال تر پایه به د روسیې څخه د تیلو او تیلو اړوندو تولیداتو واردول کم کړي.

XS
SM
MD
LG