د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپلو اتباعو ته: چین ته سفر د افغانستان او عراق غوندې خطرناک دی


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې ده چې چین ته سفر ونکړي.

په چین کې د کروناویرس لسګونه کسان مړه کړي دي او نورو هېوادونو ته د دغه ویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (جنوري ۳۱) خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې چین ته سفر هماغومره خطرناک دی څومره چې افغانستان او عراق ته خطرناک بلل کیږي.

امریکا په افغانستان او عراق کې د نا امنیو له کبله خو په چین کې د کرونا په ویروس د اخته کېدو د ویرې له کبله خپلو اتباعو ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې.

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو غوښتي چې چین ته پر سفرونو محدودیتونه ونه لګوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا دا پرېکړه له حقایقو سره مطابقت نلري او نامناسبه پرېکړه ده.

د کرونا ویرس په چین کې تر دې دمه ۲۱۳ تنه مړه کړي او شاوخوا ۹۸۰۰ نور یې په دغه ویروس اخته کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له همدې کبله تیره ورځ (جنوری ۳۰) په ټولې نړۍ کې د روغتیا بیړنی حالت اعلان کړ.

افغان حکومت هم د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د روغتیا یوه ډله ګمارلې ده چې له بهر څخه افغانستان ته تلونکي خلک معاینه کړي چې د کرونا ویرس له ځانه سره انتقال نکړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د چین له حکومت څخه غوښتي چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې دې د افغان مسافرو او سوداګریزو شرکتونو د مسؤلینو د راتګ مخه ونیسي.

د چین د ووهان په ښار کې ۶۲ افغان محصلین او څلور افغانۍ کورنۍ اوسېږي چې له سیمې څخه ایستلو لپاره یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هلې ځلې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG