د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل-فلسطین شخړه؛ د کري پر څرګندونو د اسرائیلو غوسه


د اسرائیلو صدراعظم، بنیامین نتنیاهو د اسرائیلو او فلسطین د حالاتو په اړه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کرې وینا غندلې او هغه یې یوه ارخیزه بللې ده.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کري د چهارشنبې په ورځ [ډیسمبر ۲۸] په منځني ختیځ کې د سولې په تړاو اوږده وینا وکړه.

هغه د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د شخړو په تړاو وویل چې د امریکا له ټولو هڅو سره سره د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې لپاره د دوو جلا دولتونو د جوړولو طرحه له خطر سره مخامخ ده.

تردغو څرګندونو وروسته د اسرائیلو صدراعظم، بنیامین نتنیاهو سملاسي غبرګون وښود او د کري څرګندونې یې له تعصب ډکې وبللې.

هغه وویل: "کري د خپلې وینا زیاته برخه د سولې په مسلې کې د اسرائیلو پر ملامتولو ولګوله داسې چې د بیت المقدس په تاریخي ټاټوبي کې د یهودانو د ژوند کولو تګلاره یې په ډیره لېوالتیا وغندله."

جان کري وایې چې ځینې اسرائیلي سیاستوال پر " لوی اسرائیل" باور لري چې په وینا یې نه غواړي د دوو دولتونو حل لاره یوې پایلې ته ورسیږي.

کري وویل: "که موږ د دوو دولتونو حل لارې ته اجازه ورکړو چې زموږ د سترګو پر وړاندې له منځه لاړه شي، نو نشو کولای په سمه توګه د اسرائیلو دفاع او ساتنه وکړو."

صدراعظم نتنیاهو په ۲۰۱۵ کال کې د خپل بیا انتخابیدو په کمپاینونو کې ویلي و چې د هغه په موجودیت کې د فلسطین خپلواک هېواد نه شې جوړیدلی.

منتخب جمهور جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټویټر پاڼې د اسراییلو په ملاتړ لیکلي چې اجازه به ورنکړي څوک په "تحقیر او بې احترامۍ" له اسرائیلو سره چلند وکړي.

تر ټویټ وروسته ټرمپ په فلوریډا ایالت کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې له اسرائیلو سره په ټینګه دریږي.

د فلسطین دريځ

د فلسطین یو لوړپوړي مقام، صائب عریقات د فلسطین د جمهور رئیس، محمود عباس په حواله ویلي چې د ودانیزو چارو د بندیدو سره سم به فلسطین له اسرائیلو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

عریقات وویل: "جمهور رئیس محمود عباس په ډیرې علاقې سره د جان کړي وینا واوریدله او بیا یې عادلانه سولې ته خپله پوره ژمنه تازه کړه."

فلسطینیان د یهودو د ټاټوبي په توګه اسرائیل په رسمیت نه پيژني او وایې چې دغه کار به د اسرائیلي اقلیت عربانو حقونه تر پښو لاندې کړي.

د دوو دولتونو حل لاره بیت المقدس د اسرائیلو او فلسطین ګډه پلازمینه بولي داسې چې ختیځه برخه یې د فلسطین خاوره او لودیځه برخه به یې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې وي.

XS
SM
MD
LG