د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: کلنۍ بودیجه د ١٨ تریلیونه ډالر پور تر سیورې لاندې


اوباما: د مالي وضعیت د ښه کیدو له امله اوس یو ځل بیا کورنیو اړتیاوو ته پاملرنه شوي ده.
اوباما: د مالي وضعیت د ښه کیدو له امله اوس یو ځل بیا کورنیو اړتیاوو ته پاملرنه شوي ده.

د یو لوی کتاب په شکل کې د امریکا د بودیجې په پیل کې په مالي چارو باندې یو اوږد تمهید لیکل شوی دی چې په هغې کې د دیموکرات ولسمشر او جمهوري غوښتونکې کانگرس ترمنځ د نظرونو توپیر په ډاگه کیږی.

ښه خبر دا دی چې په تیرو څو کلونو کې په لومړي ځل د امریکا د بودیجې کسر پنځوس سلنه را ټیټ شوی دی.

ولسمشر اوباما وایي چې د مالي وضعیت د ښه کیدو له امله اوس یو ځل بیا کورنیو اړتیاوو ته پاملرنه شوي ده چې په تیرو څو کلونو کې دغه اړتیاوې نه پوره کیدلې.

اوباما تیره میاشت کانگرس ته په خپله کلنۍ وینا کې داسي وویل، "منځنۍ طبقې ته پاملرنه دا معنی ورکوي چې د کارگرې طبقې کورنۍ په بدلیدونکې اقتصادي چاپیریال کې د مصؤنیت احساس وکړي. له دغو خلکو سره باید مرسته وشي چې هغوی د ماشومانو د ساتنې ، پوهنتون ته د تللو، د روغتیا بیمه، یو کور او د تقاعد پیسې ولري. زما لخوا وړاندې کیدونکې مالي بودیجه به همدې ټکو ته پاملرنه کوي. په کارگرې طبقې به مالیه راټیټه کړم او هر کال به دوی ته په زرگونو ډالر بیرته ورکړم."

په نظر کې نیول شوې دي چې په انکشافي بودیجه باندې لگول شوی بندیز لیرې شي. ددغو بندیزونو له امله ډیرې دولتي پروژې نیمگړې پاتې دې او ډیر خلک بې روزگاره شوې وو.

د خزانې حالت ته په کتو شنه باغونه نه ښکاري. د بودیجې کسر، که هرڅومره لیږ وي، د امریکا پور کال په کال ډیریږي. همدغه ټکي ته په اشارې، جمهوري غوښتونکی سناتور جان کارنین د اوباما بودیجه وار له واره ردوي.

سناتور کارنین اندیښنه لري چې بودیجه به له نورې مالېې لگولو نه ډکه وي. دی زیاته وي،"نور لگښتونه به وي او نور به هم پوروړي کیږو. خو دا د امریکا د پاره معقوله او پایداره لارنه ده. موږ مصرف کوو، خو پیسې نه لرو".

د کانگرس کمیټې به د انکشافي بودیجې او لگښتونو سپارښتنې وړاندې کړې چې په هغه کې به د جمهوري غوښتونکو اولویتونه په نظر کې نیول شوي وي. کورني لگښتونه به په کې محدود وي، او د سوداگرو د تشویق د پاره به مالیه هم را ټیټه سوي وي.

ازاد سناتور بارني ساندرز وایي د جمهوري غوښتونکو دا هیر دي چې د بودیجې کسر او پور د دوی په حکومت کې له حده ډیر شو.

سناتور ساندرز زیاته وي "زه په دې خوشاله یم چې اوس ځیني جمهوري غوښتونکې ملگري هم د بودیجې د کسر او د امریکا د ملي پور په اړه اندیښمن دي. خو زه له دوی پوښتنه کوم چې دوی هغه وخت چرته وو چې موږ د عراق ته جنگ ته ولاړو او دا مو هیر وو چې مصرف به یې له کومه کوو".

اساسي قانون د هیواد د خزانې کیلي کانگرس ته ورکړې ده چې د مالیاتو د لگولو او پیسو د مصرفولو پریکړې وکړي، خو وروستۍ منظوري جمهور رئیس ورکوي. معنی د بودیجې د منظوري د پاره د دولت د دواړو ارگانونو، کانگرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ موافقه حتمي وي.

XS
SM
MD
LG