د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د برما په هکله د یوه نوي نوښت اعلان وکړ


اوباما د برما په هکله د یوه نوي نوښت اعلان وکړ
اوباما د برما په هکله د یوه نوي نوښت اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د جمعې په ورځ د برما په برخه کې په دغه هیواد کې د ورستیو مثبتو بدلونونو نه وروسته د یوه ستر ډیپلوماتیک نوښت اعلان وکړ. ښاغلي اوباما وویل چې د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن به راروانه میاشت دغه هیواد ته واستوي. د اندونیزیا د بالي څخه د امریکا غږ خبریال دن روبنسن چې د ولسمشر سره د ختیځ اسیا د غونډې په خاطر تللی په دې هکله یې یو ریپوټ رالېږلی دی

څو ساعته مخکي له دینه چې ولسمشر د اسیان یا د جنوب ختیځې اسیا د هیوادونو د سازمان په غونډه کې برخه واخلي خبریالانو ته یې د یوه نوي نوښت په هکله معلومات ورکړل.

ښاغلي اوباما بالي ته د سفر په موده د ولسمشر په الوتکه ،، ایرفورس ون،، کې وویل چې هغه د برما د دیموکراسۍ د مشرې آنګ سان سوچي سره خبري کړي دي. دا لومړۍ ځل دی چې ولسمشر د نوبل د سولې د جایزې د وړونکي سره خبري کوي.

ښاغلي اوباما وویل چې دواړو خواوو په برما کې د رامنځ ته شویو مثبتونو پرمختګونو په هکله خبري وکړې چیري چې اوس هم حکومت د پوځ تر زیاتې اغیزې لاندي دی خو په دې وروستیو کې یې یو لړ آزادۍ رامنځ ته کړي دي او قیودات یې له منځه وړي دي.

ښاغلي اوباما وویل چې راروانه میاشت به د امریکا د باندنیو چارو وزیر هیلري کلینټن رنګون ته ولاړه شي او هلته به پر هغو لارو چارو باندي خبري وکړي چې څنګه کیدای شي د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې خبري لاپسي پیاوړي شي.

ښاغلي اوباما داسي وویل: ،،نن ما د کلینټن نه وپوښتل چې برما ته دي سفر وکړي. میرمن کلینټن به لومړۍ د امریکا د باندنیو چارو وزیره وي چې په نږدې نیمې پیړۍ کې برما ته سفر کوي. میرمن کلینټن به دا په ډاګه کړي چې ایا د امریکا متحده ایالات کولای شي چې په برما کې د یوه مثبت انتقالي بهیر نه ملاتړ وکړي کنه او آیا د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د یوه نوي فصل د پرانیزلو امکان شته او کنه؟،،

ښاغلي اوباما وویل چې د لسیزو راهیسي د امریکا د متحده ایالاتو اندېښنه دا ده چې په برما کې بشري حقوق تر پښو لاندي کېږي، د دیموکراسۍ طرفداره فعالین محاکمه کېږي، د اقلیتونو سره ظلم کېږي او زیاته اندازه قدرت د دغه ملک د نظامي مشرانو په لاس کې دی.

ښاغلي اوباما وویل چې د برما د ډیموکراسۍ مشرې آنګ سان سوچي په دوو اخیزو خبرو کې ولسمشر اوباما ته وویل چې هغه د برما په اصلاحاتو کې د امریکا د مرستې ملاتړ کوي. ښاغلي اوباما وویل چې د برما حکومت کولای شي په دې برخه کې د باندنیو چارو وزیرې کلینټن ته مثبت پیغام ورکړي.

XS
SM
MD
LG