د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د یمن له اورپکو د سفارت د کارکوونکو د پرېښوذو غوښتنه وکړه 


په صنعا کې د امریکا د سفارت مخ ته حوثي اورپکي
په صنعا کې د امریکا د سفارت مخ ته حوثي اورپکي

د امریکا متحده ایالتونو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) د ایران له ملاتړ څخه پر برخمنو حوثي اروپکو چې د یمن پر مرکز صنعا هم کنټرول لري، غږ وکړ چې د امریکا د سفارت سیمه ایزو کارکوونکي‌ آزاد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي حوثي اورپکي په صنعا کې د هغوی سفارت ته چې چارې یې کلونه مخې په هغه هیواد کې د کورنۍ جګړې له امله سعودي عربستان ته انتقال شوي، ننوتي دي.‌

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې، اکثریت نیول شوي کسان خوشي شوي خو یمني‌ اورپکو د سفارت سیمه ایز کارکوونکي‌ له ځانه سره ساتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند څرګنده کړه:"موږ له توضیحاتو پرته په صنعا کې د امریکا د سفارت د یمني کارکوونکو په بندي پاتې کیدو اندیښمن یو، موږ ډیر ژر د هغوی د خوشي کیدو غوښتنه کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو دغه ویاند همدارنګه پر حوثي اروپکو غږ وکړ چې ډیر ژر د سفارت له ساحې ووځي او ټول نیول شوي توکي ستانه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د سه شنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې دا څرګنده نکړه چې د سفارت څومره سمیه ایز کارکوونکي نیول شوي او دلیل یې څه دی.

ښاغلي پرایس وویل:"موږ ژمن یو د هغو کسانو خوندیتوپ تضمین کړو چې په بهر کې د امریکا د حکومت لپاره کار کوي، او له همدې امله موږ د خپلو شریکانو په ګډون پر دې موضوع کار کوونکو."

امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د کورنۍ جګړې له امله د خپل سفارت چارې ریاض ته انتقال کړې ځکه هغوی د حوثي اروپکو په وړاندې د امریکا او سعودي عربستان له ملاتړ څخه د برخمن حکومت پشتیباني کوله.

د ملګرو ملتونو په وینا د یمن د کورنۍ جګړې له امله د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین رامنځ ته شوی دی.

د یمن د ۳۰ میلیونه نفوس څخه کابو اتیا سلنه د ژوندي پاتې کیدو لپاره پر مرستو متکي دي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن په جنوري میاشت کې واک ته له رسیدو سره سم ژمنه وکړه چې له سعودي عربستان او د هغه هیواد له هوایي عملیاتو څخه به د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پریکنده ملاتړ ختموي، هغه ملاتړ چې پر حوثي اروپکو هوایي بریدونه کیدل او ملکي کسانو ته به مرګژوبله اوښته.

XS
SM
MD
LG