د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې «کاناډا تر ټولو بد هېواد دی چې ورسره معامله وشي»،خو دا هیواد بیا له متحده ایالتونو سره د یوه نوي سوداګریز تړون د ترلاسه کولو لپاره لېواله دی.
د یکشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې ولسمشر ټرمپ وویل چې له کاناډا سره خبرې اترې ستونزمنې دي، خو هغه باور لري چې اوټاوا غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړ چې متحده ایالتونه به پر کاناډايي محصولاتو نورې تعرفې هم ولګوي.
هغه وویل، تمه ده چې پر کاناډايي موټرو، ترکونو او د موټرو پر پرزو نوې تعرفې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پلي شي.
د ټرمپ اداره وايي چې د دغو تعرفو موخه د امریکايي سوداګرو او کارګرو ساتنه او له کاناډا سره د لا عادلانه سوداګرۍ رامنځته کول دي
په همدې حال کې، د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني هڅه کوي چې له اروپايي ټولنې سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د کاناډا او متحده ایالتونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ترینګلې دي. کاناډا او متحده ایالتونه د سوداګرۍ مهم شریکان دي.
تر اوسه د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزې خبرې روانې دي، او تعرفې او د موټرو صنعت د واشنګټن او اوټاوا ترمنځ د سوداګرۍ د ډګر له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کیږي.
فورم \ دبحث خونه