د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدان پر یو بل سختې نیوکې کوي


د دموکرات ګوند کاندیدانو د نیوهمپشیر په ایالت کې په یوه ستره غونډه کې ګډون وکړ.
د دموکرات ګوند کاندیدانو د نیوهمپشیر په ایالت کې په یوه ستره غونډه کې ګډون وکړ.

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست لپاره د دموکرات ګوند کاندیدانو هیلري کلنټن او برنیې سنډرز د چهار شنبې په ورځ د نیوهمپشایر په ایالت کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې خپلې هغه فلسفې په ډاګه کړې چې له یو بل سره توپیر لري.

د ولسمشرۍ لپاره د دموکرات ګوند یو کاندید برنیې سنډرز وویل چې هیلري کلنټن ځان ته منځلارې وايي خو دا نشي کیدلای چې مونږ یوه ورځ ځان ته منځلارې ووایو او بله ورځ ځانته مترقي ووایو.

سنډرز زیاته کړه "زه منځلاري خوښوم خو د منځلاریو او مترقي کسانو ترمنځ توپیر موجود دی."

د هغه په ځواب کې کلنټن وايي "هغه یو څه خوشحاله شوه چې سناتور سنډرز خپل ځان د مترقي کسانو د دروازي ساتونکي وښودو، خو د هغه د کمپاین د ټویټر او اعلامیو د تعریف له مخې به بارک اوباما او جو بایډن هم مترقي نه وي ."

کلنټن د دوشنبې په ورځ په ډیر لږ توپیر سره له سنډرز نه د آیووا لومړنۍ ټاکنې وګټلې. هغه په راتلونکې اونۍ کې د نیو همپشایر لومړنیو ټاکنو ته سترګي په لاره ده.

د نظر پوښتنو پر اساس سنډرز په نیوهمپشایر کې مخکې روان دی، خو هغه هیلري کلنټن ته په سطحي نظر نه ګوري.

بلخوا د جمهوري غوښتنونکیو په اړخ کې، ډانلډ ټرمپ په خپل سیال ټډ کروز تور لګولی چې د دوشنبې د آیووا ایالت په ټاکنو کې یې له پټو تکتیکونو نه استفاده کړې ده.

همدارنګه د جمهوري غوښتونکیو یو بل کاندید بن کارسن ویلي چې د ټډ کروز د کمپاین له خوا هغو آوازو د آیووا د ټاکنو پر پايلو اغیزې کړي چې ګني هغه (کارسن) له کمپاین نه لاس په سر کیږي.

هغه وايي "دا څرګنده ده چې ځینو خلکو هڅه وکړه چې معلوماتو ته غلطه بڼه ورکړي او داسې له یو حالت نه استفاده وکړي. کله چې مې سناتور کروز سره خبرې وکړې نو هغه وویل چې هغه ددغو آوازو په اړه خبر نلري."

ټډ کروز د آیووا په ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې وګټلې، په داسي حال کې چې کارسن له لس سلنه نه د کمو رایو په اخیستلو سره څلورم مقام خپل کړ.

بل لوري ته د ولسمشرۍ یو بل کاندید رنډ پال دآیووا په ټاکنیزو جرګو کې د پنځم مقام په اخیستلو سره خپل کمپاین پای ته رسولی دی. خو د ولسمشرۍ لپاره به د هغه د ورستۍ هڅې اغیزه هغه وخت معلومه شي چې د هغه په خپل ایالت کنټکي کې ټاکنیزه جرګه جوړه شي. دا د مارچ په پنځمه نیټه په پام کې نیولې شوې ده.

XS
SM
MD
LG