د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په کانګرس د ټرمپ د ملاتړو برید؛ په واشنګټن ډي سي کې ګرځبندیز نافذ شو


وروسته له هغې چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په زرګونو پلویان د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو پر نتیجو باندې د اعتراض لپاره د امریکا د کانګرس ماڼۍ ته ننوتل، د امریکا د انتخاباتو د تائید غونډه ګډه وډه او د کانګرس ماڼي وتړل شوه.

دغه پیښه د چهارشنبې د ورځې په ماسپښین جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷) هغه وخت رامنځ ته شوه چې د امریکا د کانګرس غړي د جمهور رئیس د مرستیال مایک پنس په مشرۍ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجو د تائید غونډه جوړه شوی وه.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي تصویرونه او د امریکایي رسنیو ژوندۍ خپرونو ښودلي چې د ښاغلي ټرمپ پلویان د کانګرس په مخ کې د پولیسو لیکې ماتې او ماڼۍ ته ننوتل.

د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن، ددغه پیښې په غبرګون کې وویل د امریکا د متحده ایالاتو دموکراسۍ باندې "غیرمترقبه برید" شوی دی. هغه د دونالد ټرمپ نه وغوښتل چې ملي تلویزیون ته لاړ شي او خپل مسولیت د امریکا د وسله والو ځواکونو د سر اعلی قوماندان په توګه ادا کړي او اعتراض کوونکي وغواړي.

پداسې حال کې د اعتراض کوونکو یوې لوې ډلې د کانګرس بهر د پولیسو سره نښته کوله، دونالد ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې له هغوی وغوښتل چې د پولیسو ملاتړ وکړي او "سوله ییز" اوسي.

د رسنیو رپوټونه وایي چې پولیسو ماڼۍ ته د اعتراض کوونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د اوښکې بهونکي ګاز نه کار اخیستی دی.

ددې پیښې په نتیجه کې د واشنګټن ډي سي ښاروال موریل بوسر، اعلان وکړ چې د ماښام د ۶:۰۰ بجو وروسته په ښار کې ګرځبندیز نافذ دی.

د دغو ګډوډیو څخه لږ دمخه د سنا مجلس د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر مچ مک‌کانل، د انتخاباتو د نتیجو له ردولو ډډه وکړه. هغه په ټویټر باندې په یو پیغام کې ولیکل: "د امریکا د خلکو د تصمیم ته په درناوي او زمونږ د حکومتوالۍ د نظام نه د دفاع په خاطر رای ورکوم."

پر کانګرس باندې د اعتراض کوونکو د برید نه لږ مخکې دونالد ټرمپ د خپلو زرګونو پلویانو ترمنځ د سپینې ماڼۍ مخ ته وینا وکړه. هغه وویل د انتخاباتو نتیجې به "هیڅکله" ونه منم او بیا یې ادعا وکړه چې د انتخاباتو نتیجې غلا شوې او څان یې ګټونکی وګڼه.

ښاغلي ټرمپ له خپل مرستیال مایک پنس، نه وغوښتل چې د انتخاباتو نتیجې تائید نکړي او هغه د بیا تصدیق کیدو لپاره ایالتونو ته واستوي.

خو لږ وروسته ښاغلي پنس د یو لیک په خپرولو سره وویل چې د الکتورال کالج د تصمیم پر ضد رای نه ورکوي. ښاغلي پنس لیکلي: "زما لوړه د اساسي قانون څخه د دفاع لپاره ده، ما مکلف کوي چې تر څو ددې په تشخیص کې چې کومې الکتورال رای وشمیرل شي او کومې نه، له خپل صلاحیت څخه یو اړخیزه استفاده نه کوم."

د ښاغلي پنس ددې خبرې په غبرګون کې ښاغلي ټرمپ په ټویټر ولیکل: "مایک پنس ددې شجاعت نه درلود چې د هیواد او اساسي قانون د ساتلو لپاره هغه څه چې باید یې ترسره کړای وای، هغه ترسره کړي".

د پولیسو مقاماتو ویلي چې تر اوسه د ښاغلي ټرمپ شپږ پلویان د مختلفو تورونو لکه د وسلې او مهماتو لیږدول او پر پولیس منصبدارانو برید نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG