د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان د خپلواکۍ ۲۴۳ کلیزه لمانځي


امریکایان نن پنجنشبې د ( جولای په ۴ مه نیټه ) د خپلواکۍ ۲۴۳ کلیزه پخ خاصو مراسمو سره ولمانځي.

په دې ورځ په اور لوبې سربیره، د امریکا په مختلو برخو کې کورنۍ او ملګري سره راغونډیږي او جشنونه جوړوي.

د امریکا د متحده ایالتونو په ۱۷۷۶ کال کې له بریټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه.

په دې ورځ په سل ګونو زره کسان د واشنګټن ملي پارک ته راځي هغه ځای چې سپینې ماڼۍ او کانګرس ته نږدې موقعیت لري.

د واشنګټن په ملي پارک کې بیلابیل کنسرتونه او تفریحي پروګرامونه هم جوړیږي او د نن ورځې په مراسمو کې ګډون وړیا دی.

ټاکل شوېده د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نن خپله استثنايي وینا هم وکړي. له دې وړاندې په دغو مراسمو کې د امریکا د جمهورو رئیسانو وینا معموله نه وه.

جمهور رئیس ټرمپ په پام کې لري چې ټانکونه، بم غورځونکې الوتکې او نور جګړې تجهیزات هم په رسم گذشت کې شامل کړي او خپله به هم نن ماښام د لنکن د څلي په مخ کې ملت ته وینا وکړي.

د کانګرس دیموکرات غړي هغو راپورونو اندیښمن کړي دي چې وايي د ټرمپ د مراسمو د تجلیل لګښت به دا ځل د امریکا د ملي پارکونو څخه ورکول کیږي دوی وايي دا پیسې باید د جمهور رئیس په سیاسي کمپاین مصرف نشي.

د سپینې ماڼۍ سلاکارې کلیان کانوې د مراسمو د لگښت د یوې پوښتنی په ځواب کې وویل دا لګښت د دفاع وزارت له خوا ورکول کیږي.

ښاغلي ټرمپ سږ کال "امریکا ته د سلام" په نامه نوی رسم جوړ کړی دی چې عمده هدف یې د امریکا د نظامي قدرت ښکاره کول دي.

ټاکل شوېده د امریکا لوړپوړي نظامي چارواکي هم د واشنګټن د نن ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG