د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي چې پر ایراني اهدافو يي د خپلو بریدونو دیارلسم پړاو بشپړ کړی دی.
د سنټکام په اعلامیې کې چې د واشنګټن ډي سي په وخت د پنجشنبې په ماښام [جولای ۲۳مه] خپره شوې، راغلي چې امریکايي پوځیانو "د سمندري وړتیاوو، د توغندیو او بې پیلوټو الوتکو زېرمو، د ساحلي څارنې ځایونو او د هوايي دفاع د وړتیاوو" په شمول د ایران یو لړ پوځي اهداف په نښه کړي دي.
سنټکام په یوې جلا اعلامیې کې لیکلي چې د ایران د سمندري محاصرې د پیل کېدو نه وروسته، امریکايي پوځیانو د ۱۲ سوداګریزو کښتیو مسیر بدل کړی او یوه کښتۍ يې د محاصرې د مقرراتو نه د سړغړونې له کبله له کاره غورځولې ده.
د اعلامیې په یوې برخې کې لیکل شوي ،"د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د بریدونو سره سره، نړیوالې سمندرې لارې به د تګ راتګ پر مخ خلاصې وي او سوداګریزې کښتۍ، د متحدو ایالتونو په پوځي ملاتړ، د هرمز په تنګي کې ازاد تګ راتګ ته دوام ورکوي."
په ورته وخت کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د زیانمنو شویو کښتیو ټول تاوان، د ایران د هغو پېسو نه ورکول کیږي چې د متحدو ایالتونو په "اختیار" کې دي.
ټرمپ د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي: "تر بلې خبرتیا پورې، له دې وروسته به کښتیو، کارګو او نورو اړوندو شیانو ته رسېدلی تاوان، د ایران په هغو پېسو ورکړل شي چې متحده ایالتونه يې په خپل اختیار او کنټرول کې لري."
متحده ایالتونه وايي چې اوسمهال په منځني ختیځ کې ۵۰۰۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي او دغه ځواکونه په "ډېرې ځېرکۍ" سره د تیارسۍ په حالت کې دي.
فورم \ دبحث خونه