د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مرکزي بانک مشر په هیواد کې د اقتصادي رکود راتګ رد کړ


د متحده ایالاتو مرکزي بانک په روان میلادي کال کې د څلورم ځل لپاره د سود اندازه لوړه کړه او دا ځل یې هم په پرله پسې توګه د بانک د سود اندازه ۰.۷۵ په سلو کې ډیره کړې.

امریکا کې د انفلاسیون کچه دومره لوړه شوې چې د ۱۹۸۰ میلادي کال راپدیخوا یې ساری ندی لیدل شوی او مرکزي بانک د سود د کچې په لوړولو سره کوښښ کوي د انفلاسیون مخه ونیسي او مهار یې کړي.

اقتصاد پوهان پدې اند دي چې د مرکزي بانکونو لپاره غټه ستونزه دا ده چې د سود اندازه داسې سمبال کړي چې له یوې خوا پرې د انفلاسیون مخه ونیول شي او له بلې خوا د هیواد اقتصاد پرې نږدي چې د رکود خوا ته ولاړ شي.

د متحده ایالاتو مرکزي بانک اعلان کړی چې د انفلاسیون سره تر وروستي حده مبارزه کوي. بانک وایي که چیرته د امریکا اقتصاد د یوې "ثابتې دورې" لپاره کمزوری شي او د روزګار هم کم شي، بیا به هم دا بانک د انفلاسیون سره مبارزه پرې نږدي.

سره لدې چې د سږ کال په لومړنیو درېو مایشتو کې د امریکا اقتصادي رشد منفي و، خو د مرکزي بانک مشر جیروم پاول د چارشنبې په ورځ وویل چې فکر نکوي د متحده ایالاتو اقتصاد به د رکود په لور ولاړ شي.

په همدې حال کې په امریکایي مطبوعاتو کې ویل شوي چې په هیواد کې د بې روزګارۍ کچه دومره ټیټه شوې چې په تیرو ۵۰ کالونو کې ساری نلري خو تر څنګ یې دا هم ویل شوي چې د انفلاسیون کچه لوړه شوې.

د سود د کچې لوړیدل په مستقیمه توګه د بانکونو لخوا د یو بل څخه د لنډې مودې لپاره د پور اخیستو اغیز کوي او تر څنګ یې دا کار په عادي مصرف کوونکو هم اغیز کوي چې غواړي د بانکونو څخه د کور او موټرو اخیستو او یا د بانکي کارتونو اخیستو لپاره پور واخلي.

دا پدې معنی چې مشتریان باید بانکونو او پور ورکوونکو ادارو ته ډیر سود ورکړي. اقتصادي کارپوهان پدې باور دي چې دا کار کولی شي په بازارونو د پېر او پلور د پڅوال سبب شي.

XS
SM
MD
LG