د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین تر منځ د ټکنالوژۍ سیالي؛ ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا پر برلاسۍ ټینګار کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، مصنوعي ځیرکتیا به ښايي له هغو موضوعاتو څخه یوه وي چې کله د چین ولسمشر شي جینګ پینګ راتلونکې میاشت امریکا ته سفر وکړي، هغه به ورسره ورباندې خبرې وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ وکړې او ویې ویل چې د مصنوعي ځیرکتیا او نورو نوېو ټکنالوژیو په برخه کې امریکا له چین څخه ډیره مخکې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل:«موږ ډاډ ترلاسه کوو چې امریکا نه یوازې د بټکوین او کریپټو په برخه کې، بلکې د وړاندوینې بازارونو، مصنوعي ځیرکتیا او ډېرو نورو ټکنالوژیو په برخه کې هم خپل بې‌سیاله او مخکښ دریځ وساتي. موږ په هره برخه کې مخکی یو. او زه تاسو ته وایم چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې موږ له دویم هېواد څخه ډېر مخکې یو. دویم هېواد چین دی.»

هغه وویل، تمه ده چې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د سپټمبر په ۲۴مه امریکا ته سفر وکړي.
ټرمپ وویل، مصنوعي ځیرکتیا به ښايي د دواړو مشرانو د لیدنې پر مهال له هغو موضوعاتو څخه وي چې پرې خبرې وشي، او ورسره به پر نورو موضوعاتو هم بحث وشي.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې امریکا او چین د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې سیالي کوي.

مصنوعي ځیرکتیا د دواړو هېوادونو لپاره په پرله‌پسې توګه پر یوې مهمې موضوع بدله شوې ده.

واشنګټن او بیجینګ دواړه په دې ټکنالوژۍ کې پراخه پانګونه کوي، چې له سوداګرۍ او زده‌کړو نیولې تر دفاع او ملي امنیت پورې په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي.

دواړه هېوادونه د پرمختللو کمپیوټري چپونو او هغو ټکنالوژیو پر سر هم سیالي کوي چې د پیاوړو مصنوعي ځیرکتیا N سیستمونو د جوړولو لپاره اړینې دي.

ټرمپ څو ځله ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امریکا د رهبرۍ ساتل د هغه د ادارې له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG