د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سره د تجارتي جگړې په اړه د چین خبرداری


د سوداگرۍ په برخه کې ښاغلي ټرمپ په ځانگړې توگه د چین په پولي پالیسۍ انتقاد لري
د سوداگرۍ په برخه کې ښاغلي ټرمپ په ځانگړې توگه د چین په پولي پالیسۍ انتقاد لري

چین په داسې حال کې د امریکا د متحده ایالاتو سره د تجارتي جگړې د عواقبو په هکله خبرداری ورکړ چې د نړۍ دغو دوو سترو اقتصادونو داسې اقدامات پیل کړي چې د بیجینگ او د دونالد ټرمپ د ادارې ترمنځ اړیکې ښه شي.

د چین صدراعظم لي کوچانگ، چې د چهارشنبې په ورځ یې په بیجنگ کې خبرې کولې وویل د امریکا او چین ترمنځ د ښه اړیکو د گټې په هکله بحث وکړ.

ښاغلي کوچانگ وویل چې هغه د واشنگټن سره د اړیکو په اړوند خوشبینه دی، خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړ هر کله چې تجارتي جگړه رامنځ ته شي په لومړي سر کې به امریکایي پانگه وال ضرر وکړي.

د چین صدارعظم وویل "مونږ د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي جگړې پلوي نه یو. دا کار به زمونږ سوداگري لا عادلانه نه کړي او دواړه اړخونه به ضرر وکړي".

ښاغلي کوچانگ هیله څرگنده کړه چې چې د چین او متحده ایالاتو اړیکې مثبت لور ته پرمخ ولاړې شي.

په دې وروستیو ورځو کې چین د ښاغلي ټرمپ اړوند څه دپاسه ٣٠ تجارتي علامو ته په خپل هیواد کې اجازه ورکړه چې په هغو کې د گلف کلب، هوټلونه او رستورانتونه شامل دي.

ښاغلي ټرمپ د خپلو انتخاباتي مبارز په ترڅ کې په څرگنده د متحده ایالاتو او چین ترمنځ په تجارتي پالیسیو انتقادونه کړي دي او د چین په مشرانو یې په مختلفو مواردو کې لکه سوداگري، د چین د جنوب بحیرې او د شمالي کوریا په وړاندې د بیجنگ پر چلند باندې یې انقاد کړی و.

د سوداگرۍ په برخه کې ښاغلي ټرمپ په ځانگړې توگه د چین په پولي پالیسۍ انتقاد کړی دی او په عین وخت کې یې خبرداری ورکړی چې د چین په صادراتي مالونو باندې به سترې گمرکي تعرفې ولگوي، بیجنگ دغه خبرداری د اندیښنې وړ گڼي.

د چین صدراعظم وویل چې د بیجنگ اقتصاد به آزاد پاته شي او د هغه په وینا امریکایي او نورو شرکتونو د چین له دغې پالیسۍ نه گټه اخیستې ده.

هغه دا هم وویل چې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ به توپیرونه موجود وي، خو د بحث او خبرو له لارې کیدای شي چې ستونزې او اختلافات حل شي.

د چین د صدراعظم په وینا شمیرې ښیي چې په ٢٠١٦ کې د امریکا د متحده ایالاتو او چین ترمنځ سوداگرۍ او پانگونې په امریکا کې یو میلیون دندې رامنځ ته کړې دي.

XS
SM
MD
LG