د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: که چین په ژمنو عمل ونکړي پر وړاندې یې د درېدو قوت لرو


د قانون د نوې طرحې له مخې به د هانګ کانګ پر بېلتون غوښتنې بندیز لګول شي
د قانون د نوې طرحې له مخې به د هانګ کانګ پر بېلتون غوښتنې بندیز لګول شي

امریکا په هانګ کانګ کې د یوه نوي امنیتي قانون د پلي کېدو لپاره د چین هڅې غندلې دي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي ددغه قانون په پلي کېدلو سره به د هانګ کانګ خپلواکي ختمه شي.

د چین لخوا د ملي امنیت قوانینو د انفاذ پر ضد، د جمعې په ورځ [مې ۲۲] د هانګ کانګ په پارلمان کې ډیموکراسي پلوو وکیلانو سخت اعتراض کړی دی.

د قانون د نوې طرحې له مخې به د هانګ کانګ پر بېلتون غوښتنې بندیز لګول شي.

مایک پامپیو د بیجینګ فیصله غندلې او دا یې یو "مخرب" وړاندیز بللی دی. د پمپیو د اعلامیې په یوې برخې کې له چین څخه غوښتل شوي چې

"پر خپلو نړېوالو ژمنو عمل او د هانګ کانګ لوړې درجې خپلواکۍ، دېموکراتیکو بنسټونو، او مدني آزادیو ته درناوی وکړي".

په هانګ کې معترضین او ډیموکراسي پلوي قانون جوړونکي د چین د ملي امنیت د قانون انفاذ د هانګ هانګ ختمېدل بولي. د امریکا د کانګرس غړي ورته نظر لري.

جمهوريت غوښتونکی سناتور رېک سکاټ وایې چې د چین کمونېست رژیم "غواړي چې د ولسونو اساسي حقونه سلب کړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس امریکا غږ ته ویلي چې د هانګ کانګ د قضیې په هوارولو کې د چین کمونېست رژيم نړیوال نظم ته پابندي نده ښودلې.

مېرمن اورتاګس زیاته کړې چې امریکا دا ځواک لري چې "له نړۍ سره د ژمنو د ماتولو په صورت کې د چين پر وړاندې" ودرېږي.

د هانګ کانګ اجرائیه رئیسې کري لام چې له چین سره خواخوږي لري د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې حکومت یې د بیجینګ له فیصلې نه ملاتړ او عمل پرې کوي.

امریکا: که چین پر خپلو ژمنو عمل ونکړي، پر وړاندې یې درېږو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

XS
SM
MD
LG