د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین جمهور رئیسان د سیالۍ په تنظیم غږیږي


د دواړو مشرانو غونډه د ویډیو کنفرانس د لارې کیږي.
د دواړو مشرانو غونډه د ویډیو کنفرانس د لارې کیږي.

ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د چین د جمهور رئیس شې ژن پنګ سره د دوشنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس د لارې غونډه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړه مشران به په "مسؤلانه توګه د سیالۍ د تنظیم په لارو چارو وغږیږي او پدې به هم بحث وکړي چې ګټې مو چیرته یو دي. "
میرمن ساکي په اعلامیې کې ویلي چې جمهور رئیس بایډن به خپل چینایي انډول ته د متحده ایالاتو لومړیتوبونه او مقاصد واضح کړي اوهم به د چین په برخه کې د "امریکا د اندیښنو په هکله ریښتینې او واضح خبرې وکړي".
د دواړو مشرانو دا غونډه د واشنګټن پر وخت ماښام کیږي چې په بیجنګ کې سهار وختي وي.
جمهور رئیس جو بایډن د واک تر لاسه کولو راپدیخوا دوه ځلې د چین د جمهور رئیس شې ژنګ پنګ سره په ټیلیفون کې غږیدلی.

د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو اړیکې پدې تازه وخت کې د ګڼ شمیر مسایلو خو په ځانګړې توګه د تایوان پر سر خرابې شویدي.

متحده ایالاتو په کراتو د چین د یرغل په مقابل کې تایوان ته د ملاتړ سینه ډبولې خو بیجنګ او واشنګټن تازه د سکاټلینډ د ګلاسګو په ښار کې د اقلیم د بدلون په برخه کې یو تړون هم وکړ چې د حیرانۍ وړ کار و.

چین د اکټوبر میاشتې په پيل کې د ملي دفاع په ورځ د تایوان جنوب لویدیځې خوا ته ۱۴۹ جنګي جیټ الوتکې پداسې بڼې واستولې چې ګویا برید کوي. دې کار تایوان مجبور کړ چې خپل د توغندیو د هوایي دفاع سیستم فعال کړي.

د دې کار نه وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چین ته خبرداری ورکړی چې د چین د برید په ځواب کې امریکا د تایوان سره تعهد لري چې همکارۍ ته به یې وردانګي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د چین سره اړیکې "تر ټولو پیچلې او عواقب لرونکې بللي".

ښاغلي بلنکین ویلي چې د چین سره اړیکې په ځینو برخو کې د "همکارۍ، سیالۍ او ځیني یې د دښمنۍ دي او مونږ به یې درې واړه په عین وخت کې تنظیم کړو".

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو نن شنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) په ټیلیفون کې د دواړو هیوادونو د مشرانو د غونډې په هکله غږیږیدلي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خپل امریکایي سیال ته ویلي چې واشنګټن باید د تایوان د حیثیت په هکله د غلطو اشارو ورکول بند کړي.

XS
SM
MD
LG