د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا- چین او د آرام سمندر تجارتي تړون


د امریکا د تجارت وزیره پیني پرتزکر او د چین لومړی وزیر لي کیګ یانګ په چین کې د لیدوکاتو پرمهال
د امریکا د تجارت وزیره پیني پرتزکر او د چین لومړی وزیر لي کیګ یانګ په چین کې د لیدوکاتو پرمهال

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې چین د مخه لا لیوالتیا څرګنده کړې ده چې غواړي د آسیا د دولسو هېوادونو د آزاد تجارت په تړون کې چې د آرام سمندر د دواړو خواوو د هېوادونو د تړون په نامه هم یادېږي، برخه ولري.

ولسمشر اوباما دغه خبرې د چارشنبې په ورځ د امریکا د مطبوعاتو د ودې په یوې غونډه کې وکړې خو، ولسمشر اوباما په کانګرس کې د خپلو ډیموکراتانو د یوه اندازه مخالفت سره مخ دی ځکه هغوی ولسمشر ته د تجارت د ودې په برخه کې د چټک اقدام کولو آسانتیاوې نه برابروي.

ښاغلي اوباما وویل چې چین د سپینې ماڼۍ او د امریکا د خزانې د وزارت سره تماس نیولی دی او غواړي چې د آرام سمندر د دواړو خواوو د هېوادونو په سوداګریز تړون کې دپامه ونه غورځول شي.

ولسمشر اوباما وویل "حقیقت دا دی چې مونږ او د آسیا د آرام سمندر د سیمې ۱۱ نورو سترو اقتصادي قدرتونو دا منلې ده چې په دې سوداګریز تړون کې د ګډون دپاره به د کارګر معیارونه، د چاپېریال ساتنې معیارونه، د معنوي ملکیت معیارونه او د بهرنیو شرکتونو پر وړاندې د عدم تبعیض معیارونه په پام کې ونیسي. ددغه تړون په لړ کې به تعارفې کمې سي او چین ته په کار ده چې حد اقل دغه نړیوال نورمونه او معیارونه په نظر کې ونیسي."

ښاغلی اوباما وايي چې متحده ایالات د چین سره اوس د دوو اړخیزو اقتصادي اړیکو په چوکاټ کې ددغه هېواد د سکې د ټیټې بیې او د معنوي ملکیت د غلا په هکله خپلې اندېښنې شریکوي. خو ولسمشر وايي چې که چیري د نړۍ پر دویم ستر اقتصاد باندې هغه هېوادونه راټول وي چې هغوي نړیوال معیارونه رعایتوي، نو دا به د چین په هڅولو کې چې ورته معیارونه مراعت کړي، مرسته وکړي. ولسمشر اوباما زیاته کړه چې ددغو نړیوالو معیارونه رعایت به په اوږدمهاله کې د امریکا او د نړۍ اقتصاد ته یو جهت برابر کړي او په لړ کې به یې په اصطلاح د ټولو دپار د میدان قوانین یو شان وي.

ټي پي پي به د نړۍ ۲۶ فیصده تجارت تشکیلوي

د آرام سمندر د دواړو خواوو هېوادونو سوداګریز تړون چې بشپړ سي، د امریکا د صادراتو او وارداتو ۴۰ په سلو کې به تشکیل کړي. هغه هېوادونه چې په دې تړون کې غړیتوب لري د ۲۰۱۲ کال د آمارو له مخې یې د نړۍ د ۱،۵ ټریلیونه ډالرو( یو نیم زر ملیارده ډالره) په اندازه تجارت تشکیلوی او په ۲۰۱۱ کال کې هم ددغو هېوادونو خدماتي سکتور ۲۴۲ میلیارده ډالر ارزښت درلودی.

ددغه تړون غړي د نړۍ د ناخالصوو عوایدو یا جي ډي پي ۴۰ په سلو کې تشکیلوي او د نړۍ د مجموعي سوداګرۍ ۲۶ په سلو کې تشکیلوي.

په هوايي ایالت کې میشت د ختیځ لویدیځ د څیړنیز مرکز ریس چارلس موریسن وايي چې چین د آرام سمندر د دواړو خواوو د هیوادونو په تجارتي تړون کې د ګډون دپاره د دوو کلونو راهیسې لیوالتیا ښيي.

موریسن داسې وايي"دوي د ټي پي پي د تړون په بهیر کې د اشتراک سره ډیره زیاته علاقمندي لري او زه فکر کوم چې دوي په دې پوهېږي چې یو وخت به دوي هم د دې تړون د معیارونو سره ځان برابروي. ډیر زیات معیارونه دي چې باید د سوداګرۍ د ښه والي او لازیات تسهیل دپاره رعایت سي. د آرام سمندر د دواړو خواوو هېوادونو د سواګریز تړون هدف همدغه دی چې د دې پیړۍ مهمو مسایلو ته حل لارې پیدا سي او یوه داسې فضا رامنځ ته سي چې سوداګري او اقتصادي فعالیت په ښه معنی وده وکړي."

ښاغلی موریسن زیاتوي چې هغه په دې باور نه دی چې چین به د آرام سمندر د دواړو خواوو د هېوادونو په ګډ سوداګریز تړون (ټي پي پي) کې په نږدې آینده کې برخه واخلي او هر کله چې برخه هم اخلي هغه وخت به دغه تړون لازیات آزاده او رقابتي وي.

د څو کلونو مخفي مزاکراتو وروسته، تمه ده چې ټي پي پي به پر توکو او خدماتو باندې تعارفې له منیځه یوسي،د سوداګرۍ پر وړاندې به نورې موانعې لیري کړي او مقررات به هم د ټولو دپاره یو ډول کړي. په دې تړون کې بیلابیل سکتورونه راځي چې د مالي خدماتو، مخابراتي خدماتو او د خوراکي موادو سکتورونه په کښي شامل دي.

د کانګرس ځېني غړي ولي د ټي پي پي مخالفه دي؟

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما اوس هڅه کوي چې د امریکا په کانګرس کې مخکي له دې نه چې راتلونکې اونۍ د استاځو په مجلس کې پر دې رای ګیري وسي چې آیا ولسمشر ته باید د دې صلاحیت ورکړل سي چې په چټکۍ سره د سوداګرۍ تړونونه لاس لیک کړي او که نه، خپل ملاتړ زیات کړي. په بهیر کې د چټکوالي نه هدف دا دی چې ولسمشر به کانګرس ته تړونونه د تصویب یا رد دپاره استوي خو کانګرس به یې یواځي تصویب یا ردوي، تغییرات به نه په کښي راولي. دغه چټک بهیر ته په کانګرس کې (فست ټرک) وايي.

د امریکا د سنا مجلس تیره میاشت د ټي پي پي تړون لاس لیک کړ خو د چارو کارپوه موریسن وايي چې د استاځو د مجلس نتیجه لا معینه نه ده چې څه به وسي.

ښاغلي موریسن داسې وویل "تل د آزادې سوداګرۍ د تړون پر وړاندې مخالفت موجود وي ځکه دغه تړونونه تل جنجالي وي. په دې تړونونو کې تل وړونکي او بایلونکي وي او په کار ده چې د ټولو نظریات واوریدل سي او همدغه په امریکا کې د ډیموکراتیک بهیر برخه ده."

ولسمشر اوباما د استاځو په مجلس کې د سوداګرۍ د تړونونو د چټک بهیر (فسټ ټرک) د صلاحیت دترلاسه کولو دپاره د مجلس د ۱۸۸ ډیموکراتو غړو د جملې څخه د شلو نه زیاتو ملاتړ ته اړیتا لري چې حمایت یې وکړي ځکه دغه د شلو نه زیات ډیموکراتان د سوداګرۍ د تړونونو د چټک تصویب له امله اندېښمن دي او وايي چې دا کیدای سي د دې لامل سي چې په امریکا کې خلګ وظیفې له لاسه ورکړي.

ولسمشر اوباما د چارشنبې په ورځ په یوې راډیوو مرکه کې دا ومنله چې نړیوالتوب (گلوبلازیشن) ددې سبب سوی دی چې په امریکا کې وظیفې له منیځه ولاړې سي یا نورو هېوادونو ته انتقالې سي خو ولسمشر وايي چې د شمالي امریکا د آزاد سوداګریز تړون (د امریکا ، کاناډا او مکسیکو ترمنځ تړون چې نافتا بلل کېږي) برعکس د د ارام سمندر د سیمې د هېوادونو تړون (ټي پي پي) سخت مقرارت او لوړ معیارونه لري.

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې سره له دې چې هیڅ شی نسي کولای چې د امریکا څخه د کښته معاش لرونکو وظیفو مخه ونیسي چې غریبونو هېوادونو ته انتقال نسي خو ولسمشر اوباما وايي چې د ټي پي پي د تړون له مخې به په سلګونو میلیون کارګر په دغو ۱۲ غړو هېوادونو کې د کار او مزد پر نړیوالو معیارونو باندې برابر سي چې پخوا برابر نه وو.

ولسمشر زیاته کړه چې که دغه معیارونه سل په سله کې نه پلي کېږي بیا هم ددغو معیارونو په نسبي رعایت کې د امریکايي کارګرانو دپاره ګټه موجوده ده.

XS
SM
MD
LG