د لاس رسي وړ اتصالات

چین او امریکا د ۴٥ میلیارد ډالرو معامله امضا کړه


چین او امریکا د ۴٥ میلیارد ډالرو معامله امضا کړه
چین او امریکا د ۴٥ میلیارد ډالرو معامله امضا کړه

چین د امریکایي کمپنیو سره د ۴٥ ملیارډ ډالرو صادراتي معاملو موافقه وکړه چي تقریبا نیمایي به یې د ٢٠٠ بوئینگ الوتکو اخیستل وي چي قیمت به یې ١٩ ملیارډ ډالره وي.

د سپیني ماڼۍ یوه مامور پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چی په تجارتي موافقو کی به تولیداتي سامانونه، کیمیاوي مواداو په زراعت او ټیکنالوجي کي پانگه اچوني شاملي وي. دغه مامور وویل چي ددې معاملو نه به د امریکا په ١٢ ایالتونو کي ٧٠ کمپنۍ گټه واخلي او د ٢٣٥ زره کارونو تضمین به وکړي.

ددې موافقې د یوې برخي په توگه چین دا هم وویل چي درې ملیارډ اضافي ډالر به په امریکا کي د چینایي کمپنیو د پاره د پانگي اچولو په توگه تخصیص کړي.

امریکا دغه راز کوشش وکړ چي د چین سره تجارتي مازاد په خاص ډول را ټیټ کړي. ددغو دواړو ملکونو ترمنځ تجارت په کال کي څه د پاسه ۴٠٠ ملیارډ ډالرو ته رسیږي، مگر په دې کي تیر کال د چین مازاد ٢٧٠ ملیارډ ډالره و.

ښاغلي اوباما د امریکا ځینو لویو سوداگرو ته بلنه ورکړه چي دده او د چین د جمهوررئیس سره وگوري او کوشش وکړي چین ته امریکایی صادرات زیات کړي.

XS
SM
MD
LG