د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د نیویارک څارنوال د ملي استخباراتو ادارې د مشر په توګه نومولی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د نیویارک څارنوال او د امریکا د اوراقو او تبادلې د کمیسیون پخوانی مشر، جې کلېټن، د ملي استخباراتو د راتلونکي رئیس په توګه نومولی دی.

ټرمپ وویل چې کلېټن به، چې یو حقوقپوه او د نیویارک د سویلي حوزې اوسنی فدرالي څارنوال دی، د کابینې غړی هم وي. خو نوموړی باید لومړی د امریکا د سنا مجلس تاییدي ترلاسه کړي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشل" کې لیکلي: "په حقوقي ټولنه کې ډېر لږ کسان د جې په کچه درناوی لري. زه له سنا غواړم چې ژر تر ژره د هغه نوماندي تایید کړي."

دا مهمه نوماندي په داسې حال کې اعلان شوه چې د امریکا د استازو جرګې څو ساعته مخکې د څارنې د یوه مهم قانون د لنډمهاله غځولو وړاندیز رد کړ.

د استازو جرګې دغه طرحه د ۲۱۸ مخالفو او ۱۹۸ موافقو رایو په ترلاسه کولو ناکامه شوه، سره له دې چې چارواکو خبرداری ورکړی و چې د قانون نه تمدیدل به په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې امریکا د فوټبال د نړیوال جام کوربه ده، د امریکا د خلکو امنیت له خطر سره مخ کړي.

یاد قانون د جون په ۱۲مه پای ته رسېږي او درې اوونیز تمدید یې د هغو پرله‌پسې هڅو وروستۍ برخه وه څو قانون جوړوونکو ته د اصلاحاتو په اړه د لا ډېرو بحثونو فرصت برابر کړي.

دا د بهرنیو استخباراتي څارنې قانون یا "فایسا" (FISA) د ۷۰۲مې مادې پورې اړه لري. دغه ماده د امریکا استخباراتي ادارو لکه سي آی اې، ایف بي آی او ملي امنیت ادارې ته اجازه ورکوي چې د امریکا له خاورې بهر د بهرنیو وګړو برېښنايي اړیکې وڅاري او استخباراتي معلومات راټول کړي. پدې کې د هغو امریکایانو د اړیکو څارنه هم شامله ده چې له بهرنیو سره په تماس کې وي.

د قانون د تمدید مخالفت تر ډېره د ډیموکراتو استازو له لوري وشو. هغوی د بیل پولټ پر وړتیاوو نیوکې کوي؛ هغه کس چې ولسمشر ټرمپ د جون په دویمه د ملي استخباراتو ادارې د سرپرست مشر په توګه ټاکلی و.

یو شمېر جمهوري غوښتونکو هم د اصلاحاتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا واک ښايي د امریکایانو د بې اجازې څارنې لپاره وکارول شي.

دغه څوکۍ وروسته له هغې تشه شوه چې د ملي استخباراتو پخوانۍ مشره، تولسي ګبارډ، د کورنیو دلایلو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د پولټ له ټاکنې دفاع وکړه او ویې ویل چې له هغه یې غوښتي څو تر هغه چې دایمي مشر ټاکل کیږي، د ادارې د "اړین او فوري وړوکي کولو" بهیر پر مخ یوسي.
ټرمپ پر ډیموکراتانو غږ وکړ چې "د هېواد له امنیت سره دې سیاسي لوبې نه کوي" او د قانون د غځولو ملاتړ دې وکړي.
هغه لیکلي: "د فایسا ۷۰۲ ماده زموږ د پوځ او د امریکايي خلکو د خوندیتوب لپاره ډېره مهمه ده، په ځانګړي ډول د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د مراسمو او د نړیوال جام پر مهال."
هغه زیاته کړه: "که هېڅ اقدام ونه شي، دا مهم قانون به همدا اوونۍ پای ته ورسېږي. زه له کانګرس نه غواړم چې د لنډ مهال لپاره فایسا تمدید کړي، څو د ادارې د دایمي مشر د ټاکنې او تاییدۍ لپاره وخت برابر شي."
د استازو جرګې د اقلیت مشر، حکیم جیفریز، بیل پولټ "د وړتیاو نه پرته یو سیاسي شخص " وباله او ویې ویل چې هغه باید لوړو دولتي دندو ته ونه رسېږي.
جیفریز په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د کور جوړونې د مالي ادارې د پخواني مشر په توګه به د ډیموکراتو غړو د په نښه کولو په تور تر څېړنې لاندې ونیول شي.
د استازو جرګې مشر، مایک جانسن، ډیموکراتان ددې قانون د تمدید سره د مخالفت له امله سخت وغندل.
جانسن خبریالانو ته وویل: "د دوی پلمه دا ده چې د ولسمشر له یوې لنډمهالې ټاکنې ناراضه دي، حال دا چې ولسمشر لا مخکې ویلي چې دا ټاکنه به لنډمهاله وي."
هغه زیاته کړه: "دا کار د کرکې وړ، خطرناک او د امریکايي خلکو د امنیت لپاره ګواښوونکی دی."
د ټرمپ د ادارې یو لوړپوړي چارواکي، د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ، هم د طرحې له ناکامېدو وروسته وویل چې فایسا د امریکا د دښمنانو، لکه ایران او حماس په اړه د معلوماتو د راټولولو لپاره حیاتي ارزښت لري.
بېسنټ په ایکس کې لیکلي: "فایسا یوه مهمه وسیله ده چې د مالیې وزارت ته اجازه ورکوي څو د ترهه کرو په لاس د امریکا مالي نظام د کارونې او پر امریکا د بریدونو مخنیوی وکړي. دا زموږ د ملي او اقتصادي امنیت یوه مهمه برخه ده."
د امریکا کانګرس په ۱۹۷۸ کال کې د فایسا قانون تصویب کړ څو استخباراتي ادارو ته د بهرنیو استخباراتي معلوماتو د راټولولو او څارنې لپاره قانوني چوکاټ برابر کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG