د لاس رسي وړ اتصالات

پیو په نړۍ کې د ډونالد ټرمپ محبوبیت په ډاګه کړ


د پیو د څیړنیز مرکز سروی د نړۍ په ١٥ هیوادونو کې شوی ده.
د پیو د څیړنیز مرکز سروی د نړۍ په ١٥ هیوادونو کې شوی ده.

په نړیواله کچه خلک د امریکا د ولسمشرۍ د کاندید دونالد ټرمپ په اړه مثبت نظر نلري. د پیو څیړنیز مرکز چې په ١٥ هیوادونو کې یوه سروې ترسره کړې ده وايي ښاغلی ټرمپ په نړیواله کچه تر خپلې ډموکراتې سیالې، هیلري‌ کلنټن، ډير لږ مینه وال لري.

د ١١ هیوادونو پراخ اکثریت د جمهوري غوښتونکي گوند د ممکنه کاندید د وړتیاوو په هکله چې د نړیوالو اړیکو مدیریت وکړاې شي، لږ او یا هم هیڅ باور نه لري. د پوښتل شویو کسانو په دې ډله کې په سلو کې ٩٢ سویډنیان، ٨٩ فیصده جرمنان او ٨٢ فیصده جاپانیان شامل دي.

پیو لیکلي چې په چین کې د نورو هېوادونو په پرتله د ښاغلي ټرمپ په وړاندې پراخ منفي نظر نشته. په چېن کې له پوښتل شوو کسانو نه ۴٠ فیصده ویلي چې پر هغه باور نه لري او ٣٩ فیصدو کسانو بیا د هغه په هکله هیڅ ډول نظر نه دی څرگند کړی.

ښاغلی ټرمپ چې په موقتي توگه امریکا ته د مسلمانانو د راتللو د مخنیوي پلوي دی په اروپا کې یې د مهاجروینو ضد گوندونو او د هغو خلکو باور ترلاسه کړی چې د اروپایي اتحاد مخالف دي. خو حتا ددې ډلو خلکو د نظر له مخې هم په دریمه درجه کې راغلی دی.

په دې سروی کې چې د امریکا پر وړاندې د نړیوالو نظر څرگندوي، د کاناډا، متحده ایالاتو، لسو اروپایي هیوادونو او همداشان د آسیا د آرام سمندر د حوزې د څلورو هیوادونو ٢٠١٣٢ اوسیدونکو گډون کړی و.

د پیو څیړنیز مرکز سروی ښي چې په اروپا کې ٥٩ فیصده کسان د دموکرات گوند په کاندیدې هیلري کلنتن باندې باوري دي. په داسې حال کې چې ښاغلي ټرمپ باندې ٩ فیصدو گډون کوونکو اعتماد څرگند کړی دی.

میرمن کلنتن همداشان په کاناډا، استرالیا او جاپان کې هم ښه نتیجه ترلاسه کړې، خو په چین کې د هغې په هکله نظریات مختلف دي. ٣٧ فیصده چنیان په کلنتن باندې باور لري او ٣٥ فیصده پرې ناباوره دي.

دا سروی په کاناډا، امریکا، سویډن، جرمني، هالند، فرانسې، برتانیا، اسپانیا، یونان، ایټالیا، پولند، هنگري، استرالیا، جاپان او هند کې ترسره شوی. په سروی کې د تیروتنې درجه د درې عشاریه دوو فیصدو څخه تر څلور عشاریه اوو پورې ذکر شوی ده.

XS
SM
MD
LG