د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د سکرو پر بنسټ د برېښنا تولیدوونکو فابریکو د ملاتړ او آسیا ته د کاربني سون توکو د لېږد لپاره به سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د دې بودیجې ډېره برخه به د سړې جګړې د دورې د بېړنۍ بودیجې څخه تمویل شي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پدې اړه خبرې وکړي او د یو شمیر خبریالانو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل
هغه زیاته کړه: "نن موږ د پاکو او ښکلو ډبرو سکرو د ځواک په کارولو سره د انرژۍ د بیو او د ټولو امریکایانو د ژوند لګښتونو د راکمولو لپاره تاریخي اقدام کوو. د ۷۰۰ میلیون ډالرو پانګونې په پایله کې چې نن یې اعلانوم، موږ به د ډبرو سکرو ۱۴ تاسیسات او ۴۲ د سکرو کانونه خوندي وساتو، او همدارنګه به ۲ د سکرو نوې فابریکې او یو ستر نوی صادراتي ټرمینل جوړ کړو."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې دغه اقدامات به له ۱۴ زرو څخه د زیاتو دندو ملاتړ وکړي او امریکايي ولس ته به د برېښنا په لګښتونو کې ۵۰ میلیارده ډالر هم وسپموي.
د امریکا د انرژۍ په سکټور کې د سکرو ونډه په تېرو دوو لسیزو کې د طبیعي ګازو او د انرژۍ د نویو ډګرونو لکه لمرینې او بادي برېښنا د پراخېدو له امله کمه شوې ده.
خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل د سکرو د صنعت ملاتړ کړی او استدلال کوي چې دا صنعت د امریکا د انرژۍ د خوندیتوب، صنعتي تولید او کاري فرصتونو لپاره مهم دی.
هغه وایي چې د سکرو پر بنسټ د برېښناکوټونو ساتل به د انرژۍ بیې ټیټې وساتي او د امریکا د برېښنا شبکې ثبات به پیاوړی کړي.
فورم \ دبحث خونه