د لاس رسي وړ اتصالات

د نیتن یاهو د حکومت په هکله د اندیښنو سره سره، امریکا د اسرائیل سره د ملاتړ ژمنه وکړه


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي چې د اسرائیل د منتخب صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د حکومت سره د ښکاره اختلافاتو باوجود به واشنګټن د دې هیواد سره خپل ټینګ ملاتړ کم نه کاندي.

د متحده ایالاتو حکومت دا اندیښنه هم لري چې ښایي د اسرئیل نوی صدراعظم پخپل راتلونکي حکومت داسې کسانو ته ځای ورکړي چې د ښي اړخ نظرونه لري.

ښاغلي بلنیکن چې یکشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۳) یې په واشنګټن کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې متحده ایالات به د اسرائیل ټینګ ملګری پاتې وي خو په عین حال کې به خپل هغه اهداف هم تعقیبوي چې د اسرائیل منتخب صدراعظم نیتن یاهو یې مخالفت کوي.

واشنګټن غواړي د اسرائیل – فلسطین د شخړې د حل لپاره د دوه بیلو هیوادونو حل لاره تعقیب کړي او هم غواړي چې د ایران سره هغه اټومي موافقه بیرته ژوندۍ کړي چې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک کړې وه خو د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې خپل هیواد ترې وایست او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

اسرائیل د دې اتومي موافقې د بیرته ژوندۍ کولو سره د لومړي سره مخالفت لري خو ښاغلي بلینکن وویل چې د اسرائیل او متحده ایالاتو "ملګرتیا هیڅکله دومره قوي نه وه لکه نن چې ده".

د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې واشنګټن به د نیتن یاهو په مشرۍ حکومت سره د اشخاصو له مخې نه بلکې د پالیسو له مخې تعامل وکړي ځکه داسې اندیښنې شته چې ښایي د نیتن یاهو د حکومت په کابینه کې داسې یو جګپوړی وزیر وټاکل شي چې د فلسطین او عربو په هکله تند نظر لري.

انټوني بلنیکن خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به د اسرائیل د حکومت په هغو پالیسو اعتراض وکاندي چې فلسطینیان پکې څنډې ته کیږي او یا د دوه بیلو هیوادونو جوړیدو د حل لاره ستونزمنه کوي.

هغه زیاته کړه، " د اسرائیل د نوي حکومت څخه هیله لرو چې د ګډو ارزښتونو پرمختګ کې راسره شریک کار وکړي. مونږ به د انفرادي اشخاصو پر ځای د هغوي د پالیسیو له مخې د نوي حکومت سره تعامل وکړو".

د متحده ایالاتو حکومت د نیتن یاهو په احتمالي کابینې کې د دوو سیاستوالو په هکله اندیښنه څرګنده کړې چې یو یې ایتمار بین ګوریر دی. ښاغلي بین ګویر پدې مشهور دی چې د عربو ضد د کرکې وړ څرګندونې کوي او د نیتن یاهو په حکومت کې ورته د ملي امنیت د وزارت وړاندیز شوی او پدې معنی چې هغه به پدې موقف کې د اسرائیل د پولیسو مشر وي.

XS
SM
MD
LG