د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران کې د داعش بریدونه وغندل


د چارشنبې په ورځ ترهگرو د امام خمیني پر مقبره او د ایران په پارلمان بریدونه وکړل
د چارشنبې په ورځ ترهگرو د امام خمیني پر مقبره او د ایران په پارلمان بریدونه وکړل

د امریکا متحده ایالاتو د ایران په پلازمینې تهران کې د چارشنبې د ورځې حملې غندلي او هغه یې "ترهگریز بریدونه" گڼلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر ناورت ویلي چې د امریکا متحده ایالات د ایران د خلکو سره خپله همدردي څرگندوي. اغلې ناورت زیاتوي چې امریکا قربانیانو او د هغوی کورنیو ته تسلیت وایي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده دا هم وایي چې "د تروریزم شرارت په یو سوله ایز او متمدنې نړۍ کې ځای نه لري".

ایران او امریکا دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او د ښاغلي ټرمپ اداره د ایران د نفوذ په مخنیوي ټینگار کوي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریس هم د تهران تروریستي برید په کلکه غندلی دی او د عاملینو محاکمه یې غوښتې.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستفن دوجاریک وایي چې "ښاغلي گوتریس د ایران د حکومت او د قرباینانو له کورنیو سره خواخوږي څرگننده کړې ده".

افغانستان، پاکستان، روسیې، جرمني، سوریې او د نړۍ نورو مختلفو هیوادونو د تهران بریدونه په سختو الفاظو غندلي دي.

د چهارشنبې په سهار څو تنو وسله والو کسانو په تهران کې په دوو ځایونو حمله وکړه. داعش د بریدونو مسولیت منلی او د رپوټونو له مخې تر دې دمه د ١٢ تنو د وژل کیدو او د څه دپاسه ۴٠ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د رسنیو د رپوټونو له مخې وسله والو د چهارشنبې په ورځ د ایت الله خمیني په مقبرې او د ایران په پارلمان بریدونه وکړل. د وروستیو خبرونو له مخې پر پارلمان باندې برید د درې ساعتو جگړې وروسته د څلورو بریدگرو په وژنه پای ته ورسید.

XS
SM
MD
LG