د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو مالي کې ۳۱ تنه وژلي، امریکا دا برید په کلکه وغنده


په برید کې ۳۱ ملکیان وژل شوي او ۱۷ ټپي شویدي.
په برید کې ۳۱ ملکیان وژل شوي او ۱۷ ټپي شویدي.

د امریکا متحده ایالاتو په مالي کې په یو بس موټر د وسله والو برید چې لږ تر لږه ۳۱ تنه پکې ووژل شول، په سختو ټکو وغانده.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د برید په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، " متحده ایالات د مالي د بانډیاګارا سره نږدې په ملکیانو د شنبې د ورځې برید په سختو ټکو غندي چې ۳۱ تنه په کې ووژل شول او ۱۷ ټپي شول."

ښاغلي پرایس په اعلامیې کې همدارنګه لیکلي چې "د مالي ولس سره خپله ژوره خواخوږي څرګندو او د دیموکراتیکې، نیکمرغې او خوندي راتلونکې لپاره ورسره خپله همکاري جاري ساتو".

وسله والو، چې معلومه نده څوک به وي، په یو بس موټر چې ملکي کسان پکې سپاره وو، ډزې وکړلې.

د لویدیځې افریقا ددغه هیواد مقاماتو د دسمبر په څلورمه (لیندۍ ۱۲) وویل چې ترهګرو په ماپتي ناارامه ښار کې د ملکي وګړو پر یو موټر باندې ډزې وکړې.

محلي مقاماتو ویلي چې په وژل شویو او ټپي شویو کسانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید د کولو ادعا نده کړې.

پدې سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې تر څنګ د القاعده د شبکې وسله وال هم فعالیت کوي.

په مالي کې د فرانسوي او ملګرو ملتونو د زرګونو ځواکونو د شتون سره سره پدې هیواد کې شخړې روانې دي او له دې هیواد څخه ؛اونډیو هیوادونو بورکینافاسو او نایجر ته هم پر اخې شوې دي.

دغو وسله والو د افریقا د ساحل په سیمه کې زرګونه کسان وژلي او میلونونه نور یې په مالي، بورکینا فاسو او نایجر کې کډه کیدو ته مجبوره کړي.

XS
SM
MD
LG