د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا روسیه د یو امریکايي خبریال دنیولو له کبله وغندله 


ایوان ګریشکویچ
ایوان ګریشکویچ

د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د روسیې له لوري د والسټریټ ژورنال د امریکایي خبریال نیول په کلکه غندلي دي.

روسیې نن پنجشنبه مارچ ۳۰ (وري لسمه) د والسټریټ ژورنال خبریال ایوان ګریشکویچ د «جاسوسۍ په تور» ونیوه. والسټریټ ژورنال دا تور په کلکه رد کړی دی.

امریکایي مقامات وايي چې د نیول شوي‌ خبریال له کورنۍ او د والسټریټ ژورنال له ادارې سره په تماس کې دي او همدغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له روسیې سره تماس نیولی چې هغه ته کونسلي اسانتیاوې برابرې شي، چې حقوقي، صحي، له کورنۍ سره تماس او نور اړوند مسائیل په کې شامل دي.

د سپنې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یوې اعلامیې کې ویلي دي:‌ «د روسیې د حکومت له لوري د امریکايي اتباعو په نښه کول د منلو نه دي.» نوموړې یو ځل بیا امریکايانو ته ور په یاد کړی چې روسیې ته له سفر کولو ډډه وکړه.

کارین ژان پییر زیاته کړه: ‌«زه یو ځل بیا په جدي توګه تکراروم چې امریکایان باید روسیې ته د سفر نه کولو په اړه د متحدو ایالتونو د حکومت خبرداری په پام کې ونیسي. هغه امریکايي اتباع چې په روسیې کې اوسېږي او یا سفر کوي، باید ژر تر ژره ووځي.»

د ملي امنیت مشاور جان کربي ویلي دي چې ولسمشر جوبایډن ته د دغه امریکايي خبریال د نیول کېدو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوې اعلامیې کې د ایوان ګریشکویچ نیول د روسیې له لوري د رسنیو له ځپلو سره تړلي دي.

انتوني بلینکن ویلي دي: «د خبریالانو د تحقیر، ځپلو او سزا ورکولو او د مدنې ټولنې د غږ غلي کولو لپاره د کرملین روان کوښښونه په کلکه غندو.»

مسکو په اوکراین باندې له یرغل وروسته رسنۍ او خبریالان ځپلي او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.

فرانس پرس اژنس وايي روسي مقاماتو ویلي دي چې نیول شوي خبریال د روسیې د پوځ په اړه د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوله.

د پولې خبریالانو ادارې ویلي چې د ګریشکویچ په نیولو هېښه شوې او داسې ښکاري چې دا «غچ اخیستل» وي.

دغې ټولنې ویلي دي ګریشکویچ د «واګنر» په نوم د امنیتي خصوصي شرکت په اړه تحقیق کاوه. دا شرکت د اوکراین جګړې ته اجیر عسکر ورکوي او د روسیې له پوځ سره مرسته کوي. ایوان ګریشکویچ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د کار جواز هم درلوده.

XS
SM
MD
LG