د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس غړي د افغان سولې په اړه څه نظر لري؟


ښايي له طالبانو سره په امریکا کې د ممکنه مجلس او د سولې د مذاکراتو د لغوه کولو طرحه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فردي فیصله وي خو یو عمومي نظر دا دی چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه پر ولسمشر باندې داخلي سیاسي فشارونه زیات شوي وو.

د امریکا او طالبانو د سولې موافقه د ولسمشر ټرمپ په ټوئیټ فسخه شوه. دغې فیصلې نه يواځې طالبان بلکې د امریکا سیاستوال هم حیرانه کړل

او د کانګرس غړو ته د سولې د خبرو اترو په اړه ګڼې پوښتنې راپېدا شوي.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې په روانې پنجشنبې کې د سولې لپاره د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد یوې علنې غونډې ته احضار کړی دی.

د امریکا د کانګرس یوه دموکراته غړې کریسي هولاهن باور لري چې د افغانستان کشاله یواځې سیاسي حل لاره لري.

مېرمن هولاهن وایې چې د امریکا حکومت به وهڅوي چې "ټولې خواوې، مدني ټولنه وسله والې ډلې چې طالبان هم پکې شامل دي او ښځې سره راټولې او خبرو ته یې کیښنوي."

د کانګرس بل غړی مایکل والتس بیا وایې چې طالبانو په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو لپاره هیڅ لیوالتیا نده ښودلې.

والتس وایې چې "طالبانو تراوسه هر اړخیز اوربند ته هیڅ لیوالتیا نده ښودلې."

د والتس په وینا طالبان د افغانستان اساسي قانون نه مني او نه د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني.

د کانګرس یو جګپوړی غړی ادم شیف د افغانستان په ناامنۍ کې ګاونډیان تورنوي او وایې چې ایران او پاکستان د افغانستان د شخړې په هواري کې ونډه نه ده اخېستې.

ادم شیف وایې چې "زه د طالبانو په ځپلو کې د پاکستان له اقدامه راضي نه یم."

شیف ټینګار کوي چې د افغانستان د کشالې په حل کولو کې دې د پاکستان، هند، ایران او روسیې په شمول د سیمې هېوادونه شامل کړای شي.

د امریکا کانګرس د غړي د افغان سولې په اړه څه نظر لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

XS
SM
MD
LG