د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس کې پر عربستان د وسلو پلورلو د بندیز غوښتنه شوې


د امریکا د کانګرس دیموکراتو غړو داسې لایحه وړاندې کړې چې پکې پر سعودي عربستان د متحده ایالاتو د وسلو پر پلور د بندیز غوښتنه شوې ده.

دا غوښتنه وروسته له هغه کیږي چې عربستان تېره اونۍ د تېلو د صادروونکو هیوادونو سازمان (اوپیک پلس) په غونډه کې له روسیې سره په یوه غږ د تېلو د تولید د کمولو پرېکړه وکړه.

اوپيک پلس د امریکا له مخالفت سره سره، تېره اونۍ د تیلو په تولید کې د دوه میلیونو بیرلو کموالي پرېکړه وکړه. دې کار د امریکا د کانګرس غړي وهڅول چې ددغه سازمان د مشر، سعودي عربستان، پر وړاندې د سختو اقداماتو وړاندیز وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن له کانګرس سره له نږدې کار کولو ته چمتو دی چې له ریاض سره پر خپلو اړیکو "له سره غور" وکړي.

ولسمشر بایډن په زغرده وویل چې سعودي عربستان ته به ځواب ووایي. هغه زیاته کړه چې، په دې اړه به د امریکا د منځمهاله ټاکنو په پای کې، واشنګټن ته د کانګرس د غړو د راستنېدو وروسته، کار پیل کړي.

په کانګرس کې دوو دیموکراتو استازو پر سعودي د وسلو د پلور د بندولو لایحه وړاندې کړې. دوی وايي، ریاض د اوپیک پلس ددې پرېکړي مشري کړې چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په جریان کې د تیلو نړیواله عرضه راکمه کړي.

له هغو څخه یو هم دیموکرات سناتور ریچارډ بلومینټل دی. هغه وویل: "د دې مسلو پیچلتیا یوازې د تیلو په اړه د پرېکړې پورې محدوده نده. او د ولسمشر خبره سمه ده چې باید غور پرې وشي. موږ دا لایحه معقوله او پرځای ګڼو. دا یوه ځانګړې پریکړه په نښه کوي. یو اړخیزه اړیکه مستنده شوې ده."

سعودي عربستان ویلي دي چې د اوپیک پلس پرېکړه په متفقه ډول د اقتصادي ملحوظاتو پر اساس شوې ده. په اوپیک پلس کې ۲۳ هیوادونه شامل دي او ددې پرېکړه کوي چې په نړیوال بازار کې څومره تېل وپلورل شي. په دې سازمان کې روسیه هم شامله ده.

د امریکا د ولسي جرګې دیموکرات غړی رو کهنه چې ددې لایحې په ترتیبولو کې لاس لري، وايي سعودي عربستان ښايي د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د خپلې تجربې په رڼا کې دغه ناسمه پرېکړه کړې وي.

ښاغلي کهنه وویل: "زه باور لرم چې سعوديان په تیرو څو کلونو کې په دوامداره توګه غلطه محاسبه کوي او لامل یې شاید دا وي چې [پخواني ولسمشر ډونالډ] ټرمپ دوی ته وخت ورکړ... ولسمشر بایډن هڅه کوي دغه حالت مناسب توازن ته راستون کړي."

د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي څېړنیز بنسټ تحلیلګر هارون ډیویډ میلر، په دې باور دی چې د ولیعهد او صدراعظم محمد بن سلمان په مشرۍ کې، سعودي عربستان د امریکا متحد نه دی.

میلر امریکا غږ ته وویل: "د سعودي د ولیعهد دا کار په حقیقت کې د ولسمشر د سیاسي دریځ د کمزوري کولو هڅه ده. له منځنۍ دورې ټاکنو څو اونۍ وړاندې د تیلو د بیو لوړېدل پر ولسمشر اغېز کوي او په نړیوالې ټولنې کې د هغه دا هڅه ټکنۍ کوي چې پر اوکراین باندې د [روسیې د ولسمشر] ولادیمیر پوتین د یرغل له امله هغه منزوي کړي. خو دا پرېکړه برعکس هغه ته له سیاسي او اقتصادي پلوه ملاتړ برابروي."

د امریکا جمهوري غوښتونکو سناتورانو که څه هم دمخه د سعودي عربستان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه انتقادي خبرې کړې دي، خو د ریاض پر وړاندې ددې وروستي اقدام په اړه یې څه ندي ویلي.

واک ته د رسېدو په مهال، ولسمشر بایډن خبرداری ورکړی و چې په سعودي عربستان باندې د بشري حقونو د سرغړونو د تورونو له امله به له دغه هېواد سره د امریکا اړیکې له سره تنظیم کړي، خو بیا یې د دې کال په پیل کې ریاض ته سفر وکړ.

سپینې ماڼۍ د جولای په میاشت کې سعودي عربستان ته د ولسمشر بایډن د سفر په تړاو انتقادونه رد کړي دي، او وايي، دا سفر د تیلو په اړه نه، بلکې د منځني ختیځ لپاره د متحده ایالاتو د ژمنتیا د ښودلو په اړه وو.

XS
SM
MD
LG