د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګرس کې بیا د حکومت د بندېدو خبري پیل شوي


د امریکا حکومت یو ځل بیا د بودجې د نه تصویبولو له وجې د بندېدو د خطر سره مخامخ دی. د کانګرس غړي په سیاسي لحاظ پر دې د نظر اختلافات سر لري چې څنګه باید د فیډرالي حکومت بودیجه تصویب شي.

د روانې اونۍ په پای کې تمه کېږي چې سنا یو موقتي بودجه تصویب کړي چې دا بودجه د ولسي جرګې د هغه لایحې سره سر نخوري چې تیره اونۍ یې تصویب کړه. که چیري د کانګرس دواړې خونې په دې ونه توانېږي چې یو شان بودجې تصویب کړي د اکټوبر په لومړۍ نېټه به د امریکا فیډرالي حکومت په محدود ډول بند شي.


د جمعې په ورځ ولسي جرګه چې په کښي جمهوري غوښتونکي اکثریت دي، د امریکا د فیډرالي حکومت د لګښتونو لایحه تمدید کړه خو د ولسمشر اوباما دروغتیايي قانون ته یې د بودجه ورکول منظور نکړل.

د ولسي جرګې استاځې موکریس راجرس داسي وايي: ،، د ولسي جرګې غړو اقدام وکړ چې حکومت شفافه وي، لګښتونو کنټرول شي او خلګ د هغه قانون څخه وژغورل شي چې کار نه ورکوي او خلګو ته یې چارې ستونزمنې کړي دي.،،

د ولسي جرګې ریْس جان بېنر د بریالیتوب احساس درلودی. هغه داسي وویل: ،،امریکایان نه غواړي چې حکومت یې بند شي او هغوي د ولسمشر اوباما د روغتیا قانون هم نه غواړي. د امریکا ولسي جرګې د عامو امریکایانو اندېښنې واورېدې اوس یې وخت راغلی دی چې د مشرانو جرګه هم د عامو امریکایانو اندېښنې واوري.،،

د ولسي جرګې دا په اصطلاح د بریالیتوب او نفوذ لهجه د مشرانو په جرګې کې چې د ډیموکراتانو له خوا کنټرولېږي نه احساسېدله. د مشرانو د جرګې د اکثریت مشر ډیموکرات سناتور هري رید داسي وویل: ،،هغه هر لایحه چې هدف یې د ولسمشر د روغتیايي لایحې د بودیجې بندول وي، هغه به په مشرانو جرګې کې رد شي. لکه څنګه چې ما مخکي هم وویل دوي وخت ضایع کوي.،،

ډیموکراتان: د روغتیا د قانون پرته به هیڅ بودجه تصویب نکړو

ډیموکراتان وايي چې دوي به یواځي هغه بودجه تصویب کړي چې په کښي د ولسمشر اوباما د روغتیا د قانون د تمویل دپاره پیسې ځانګړي شوی وي. ډیموکرات سناتور چارلس شمیر داسي وویل: ،، داسي مو زړه ته ونه لوېږي چې مونږ به پر شا ولاړ سو. مونږ پر شا نه ځوو.،،

ولسمشر اوباما د کانګرس د ډیموکرات غړو ملاتړ کوي او د ولسي جرګې پر جمهوري غوښتونکو باندي نیوکه کوي چې د امریکا اقتصادي بیارغونه په خطر کې اچوي. ولسمشر اوباما داسي وویل،، دوي به دغه هېواد بیا د اقتصادي رکود سره مخامخ کړي. دوي غواړي چې په میلیونو امریکایان روغتیايي بیمه ونلري. داسي به ونشي.،،

که چیري مشرانو جرګه د ولسمشر اوباما روغتیايي قانون تمویل کړي نو بحث به ولسي جرګې ته ولاړ شي. که چیري د بودجې په برخه کې اقدام ونشي نو امکان لري چې د امریکا حکومت د عدم بودیجې له وجې په راتلونکو څو ورځو کې بند شي.
XS
SM
MD
LG