د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایانو سره د دموکراتانو د درې زره میلیارډ ډالرو د مرستې طرحه


د امریکا د کانګرس د استازو جرګې چې دموکراتان په کې اکثریت دي د درې زره میلیارد ډالرو یوه طرحه وړاندیز کړې چې په کې د کووید۱۹ ناروغۍ د معایناتو د زیاتوالي لپاره او همداشان د امریکا د پستي خدمتونو ادارې سره مالي مرستې په پام کې نیول شوي دي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې رئیسې نانسي پلوسي د سه شنبې په ورځ ناوخته دغه طرحه اعلان کړه.

پدغه طرحه کې زر میلیارډ ډالر د ایالتونو او محلي حکومتونو سره د مرستې لپاره په پام کې نیول شوي دي.

همداشان پدغه طرحه کې ۷۵ میلیارډ ډالر د کروناویروس د معایناتو لپاره، د امریکا هرې کورنۍ ته د ۶۰۰۰ ډالرو مرسته، لس میلیارډ ډالر د کوچنیو سوداګرو سره مرسته او همداشان ۲۵ میلیارډ ډالر د امریکا د پسټي خدماتو له ادارې سره د مرستې لپاره په پام کې نیول شوي دي.

ټاکل شوې چې دغه طرحه د جمعې په ورځ د استازو د جرګې د غړو رایګیرۍ ته وړاندې شي.

د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مک ‌کانل، دغه طرحه غیر واقعي ګڼلې او د هغې تصویبیدل یې نامکن بللي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت تر اوسه په څو پړاوونو کې د هغو امریکایانو سره چې د کروناویروس په وجه یې کسب او کار له لاسه ورکړی مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG