د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس لومړنی مشر چې دې مقام ته لیواله ندی


پاول راین به د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د کانگرس د مشر په توگه وټاکل شي
پاول راین به د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د کانگرس د مشر په توگه وټاکل شي

پنځه څلویښت کلن پاول راین به د جان بینر ځای ناستی شي. ښاغلی بېنر له څو کلونو وروسته تیره میاشت له دې مقام نه خپله استعفا اعلان کړه.

پاول راین وایي"دا هغه دنده نده چې ما غوښتله او یا یې په لټه کې وم."

ښاغلی راین به د متحده ایالاتو په اوسني تاریخ کې د کانگرس هغه مشر وي چې دې دندې ته لیواله ندی. پاول راین د هیواد له ملي سیاست سره اشنا دی. هغه په کال ٢٠١٢ کې د جمهوري غوښتنکي گوند د جمهوري ریاست د نوماند مرستیال په توگه ټاکل شوی و.

ښاغلی راین په کانگرس کې د کارکولو سره هم نابلده ندی. هغه په کال ٢٠١٣ کې د بودیجې په تصویب کې د دموکراټانو سره برخه اخیستې وه چې تر ننه پورې یې د بودیجې مصارف محدود کړي دي.

هغه مهال پاول راین داسې ویلي و؛"زه دا موافقه په سمې لارې کې یو سم گام گڼم. په یوه ویشل شوي حکومت کې هرڅه، نشي ترلاسه کېدلی."

د کانگرس اوسنی مشر جان بېنر وایي:"زه فکر کوم چې پاول راین به د کانگرس یو ښه مشر وي."

دا د هغه چا له خوا یو قوي ملاتړ دی چې پاول راین به یې ځای ناستی وي. د پاول راین په هکله جان بېنر داسې وایي:

"هغه ډیر خواري کښ دی، تکړه دی، او فکر کوم د گوند بیلابیلو ډلو سره ډیرې ښې اړیکې لري."

ښاغلي راین وویلي دي چې دی په دې شرط د کانگرس مشري کوي چې تر شا یې جمهوري غوښتونکي یوموټی ودریږي. د جمهوري غوښتونکو یووالی به سمدستي، یعني تر دریم د نوامبر، د فدرالي حکومت د پورونو د حد د لوړولو په مهال وازمایل شي.

په کانگرس کې د دموکراټانو مشره ننسي پلوسي وایي: "دا زمونږ د اقتصاد او د سود د قیمت لپاره ډیره مهمه ده. دا د هر امریکايي په ژوند باندې مستقیمه اغیزه لري."

ښاغلی راین به مجبور وي چې د جمهوري غوښتونکي گوند له سختې محافظه کارې ډلې سره سیالي وکړي. دغې ډلې له ښاغلي بېنر نه هم غوښتل چې د بارک اوباما د اجندا په وړاندې د جوړجاړي لاره غوره نکړي او په هر قیمت چې وي د حکومت د کچې کمیدو ته پاملرنه وکړي.

د کانگرس جمهوري غوښتونکی غړی جو پتس وایي: "ویشل شوی حکومت ډیر ستونزمن او نا هیلې کوونکی دی. خو دا هغه څه دي چې د امریکا خلکو موږ ته راکړي دي."

خارجي سیاست

په خارجي سیاست کې پاول راین په افغانستان کې د کار د ختمیدو نه مخکې د امریکايي عسکرو د وتلو خلاف دی. د دې ترڅنگ ښاغلي راین باور درلود چې متحده ایالات د سوریې د پاځون په اولو ورځو کې باید د سوریې د حکومت منځلارو مخالفینو ته وسلې ورکړی وای.

هغه دا هم وایي چې متحده ایالات په عراقیانو باندې، په عراق کې د امریکايي عسکرو په پاتې کیدو باندې په کافي اندازه فشار نه و اچولی. ځکه خو اوس د عراق ځېنې سیمې د داعش لاس ته ورغلي دي.

په مجموع کې پاول راین د محافظه کاره امریکایانو د نظریې استازیتوب کوي چې وایي د امریکا پوځ دې د نړۍ په گوټ گوټ کې چیرې چې یوه شخړو وي هلته باید ښکیل اووسي.

وروسته له دې چې پاول راین، خپل جمهوري غوښتونکي گوند کې دننه ملاتړ تر لاسه کړ تمه کیږي چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ به د کانگرس د مشر په توگه وټاکل شي.

خو هغه به دې مقام ته د لمانځلو لپاره ډیر وخت ونلري ځکه چې ښاغلی راین به سمدستي هغو مسلو سره مخامخ شي چې کانگرس یې ویشلی دی او جان بېنر یې له دې مقام نه استعفا ته اړ کړ.

XS
SM
MD
LG