د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس کې د مولر پر راپور ناندرې روانې دي


په روانې اونۍ کې به بیا هم د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسېې پر مداخلو د شویو تحقیقاتو پر سر په کانګرس کې د دیموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو ترمنځ ناندرې روانې وي.

پدې منځ کې سپینه ماڼۍ د سرمفتش رابرټ مولر راپور زړه کیسه بولي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې چې "نه سازش و نه اخلال و نه بل څه. دوه کاله توطیه وه."

خو دېموکراتان موافق نه دي. د امریکا د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي د "حقایقو" پر موندلو ټینګار کوي وایې چې هر بحث باید "په هېواد کې د لږ انقسام او ډېرې ګټې لامل وګرځي."

په مجلس کې دیموکراتو وکیلانو د سرمفتش رابرټ مولر د بشپړ رئپوټ مطالبه کړې او له هغه څخه یې غوښتي چې د خپلو موندنو په باب وکیلانو ته معلومات ورکړي.

لوي څارنوال ویلیم بار د کامل رئپوټ له ورکولو ډډه کړې ده. وکیلانو لدې امله لوي څارنوال مجلس ته په سپکاوي تورن کړی دی.

د امریکا استازو د مجلس دېموکرات غړي اډم شېف د اې بي سي ټلوېزیون ته ویلي چې "د ولسمشر ټرمپ ادارې فیصله کړې چې هر ډول څار ته نه ووایې." دغه دېموکرات وکیل وایې چې دوي به لدې حالت سره مقابله وکړي.

جمهوريت غوښتونکي بیا دیموکراتان د مولر د رئپوټ د موندنو پر نه منلو تورنوي، چې تر ډېر حده پورې د ټرمپ په ګټه دي.

د امریکا د سنا مجلس جمهوریت غوښتونکی غړی ران پاول وایې چې د مولر په تحقیقاتو کې "هېڅ ډول څرګند جرم موجود نه و."

همدارنګه د جمهوريت غوښتونکو په مشرۍ د سنا کمېټې د استخباراتو جرګه ګۍ د ۲۰۱۶ کال د جهموري ریاست په ټاکنو کې د خپلو څېړنو په دوام، د ولسمشر ټرمپ ځوي د ګواهۍ ورکولو لپاره احضار کړی دی.

XS
SM
MD
LG