د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس اوکراین سره د ۴۰ ملیاردو ډالرو نورې مرستې منظورې کړلې


د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین سره د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د کلک ملاتړ د ژمنې په دوام د دې هیواد کانګرس پنجشبنه مې ۱۹ (غوایي۲۹) د کیف سره نورې ۴۰ ملیارده ډالره مرستې منظورې کړلې.

سره لدې چې د امریکا په کانګرس کې د جو بایډن ګوند دیموکراتان او مخالفین یې جمهوري غوښتونکي ډیر لږ پیښیږي چې په یوې موضوع یوه خوله وي خو داسې څرګندیږي چې د اوکراین سره د نظامي او نورو مرستو په منظورۍ کې دواړه ګوندونه یو شان نظر لري.

د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي اقلیت ګوند مشر میچ مکانل وویل چې د اوکراین سره مرسته تر خیرات ډیره لوړه ده".

هغه زیاته کړه، " د دې جګړې نتیجه به د امریکایانو د خوندیتوب او مهمو ستراتیژیکو ګټو راتلونکی وټاکي".

پدې مرستو کې ۶ ملیارده ډالر ددې لپاره ځانګړې شوي چې اوکراین پرې خپله د مرمۍ ضد موټرو او هوایي دفاع سیستم قوي کاندي.

په اوکراین د روسیې د یرغل نه څو اوونۍ وروسته د متحده ایالاتو کانګریس د اوکراین سره د ۱۴ ملیاردو ډالرو مرستې منظورې کړلې.

پدې نویو مرستو کې ۹ ملیارده ډالر د اوکراین حکومت ته ورکول کیږي چې حکومتي چارې پرې جارې وساتي چې بشري مرستې هم پکې شاملې دي.

د متحده ایالاتو د استازو مجلس وار د مخه د اوکراین سره دا تازه ۴۰ ملیارده ډالره مرسته منظوره کړي او ښایي د سنا په مجلس کې هم ومنل شي.

پداسې حال کې چې په اوکراین کې جګړه اوس د پلازمینې کیف څخه ختیځ او جنوب لور ته خپره شوې، جمهور رئیس جو بایډن څو اوونۍ کیږي چې د اوکراین سره دنویو مرستو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG