د لاس رسي وړ اتصالات

کشمیر ته د امریکا د کانګرس یوې غړې سفر هند په غصه کړی


د امریکا د کانګرس غړې الهان عمر د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۱مه (غوایي۱) د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته تللې وه او د چارواکو سره یې ژمنه وکړله چې د واشنګټن څخه به وغواړي چې دې جنجالي سیمې ته لا ډیر پام وکړي.

میرمن عمر د هند او پاکستان تر منځ د کنټرول کرښې ته د سفر کولو څخه وروسته په مظفر آباد کې خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو په کانګرس او حکومت کې د کشمیر په هکله په هغې اندازې چې باید خبرې وشي، نه کیږي.

د متحده ایالاتو د کانګرس دا غړې کشمیر ته د تګ څخه وړاندې اسلام آباد ته تللې وه او د جګپوړو پاکستاني چارواکو سره یې کتلي و.

الهان عمر وویل، " د کشمیر د پوښتنې په هکله مونږ د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ کې یوه استماعیه غونډه درلوده چې د بشري حقونو د سرغړاونو په هکله راپورونه وګورو".

نوې ډهلي د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته د متحده ایالاتو ددې مسلمانې غړې سفر چې په خټه د سومالیې ده، غندلی.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریندام بګوچي کشمیر ته د میرمن عمر د سفر کولو په غبرګون کې وویل، " مونږ خبر یو چې هغې (الهان عمر) د هند د اتحادیې د خاورې یوې برخې ته سفر کړی چې اوس پاکستان په غیر قانوني توګه قبضه کړې".

د هند د بهرنیو د وزارت ویاند د دي سفر د غندلو تر څنګ همدارنګه ویلي چې دا کار د هند د خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړاونه ده.

د کشمیر د دریو څخه د دوو برخو کنټرول د هند په لاس کې دی چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي او پاتې برخه یې د پاکستان سره ده خو دواړه هیوادونه یې د بشپړ مالکیت ادعا لري.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر تر ۲۰۱۹ کاله پورې د نیمه خودمختارې سیمې په توګه د هند برخه وه خو د نریندرا مودي حکومت د کشمیر دا حیثیت پای ته ورساوه او د فدرالي حکومت د مستقیم کنټرول لاندې یې راووست.

XS
SM
MD
LG