د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ امریکا کې پوځ د ډاکټرانو او نرسانو مرستو ته دانګلي


د کرونا ویروس د ټولو نه ډیر کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې نیولي او مړه کړیدي.
د کرونا ویروس د ټولو نه ډیر کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې نیولي او مړه کړیدي.

د امریکا هوایي ځواک د کالیفورنیا ایالتي چارواکو په غوښتنې خپل ۱۶۰ د روغتیایي چارو مامورین د دغه ایالت روغتونونو ته استولي.

پوځ پداسې حال کې د روغتونو ته د مرستو لاس غځولی چې د کلیفورنیا په ایالت کې د پنجشنبې په ورځ، جولای ۱۷مه (چنګاښ ۲۶) د کرونا د ویروس تقریباً شل زره مثبتې پیښې ثبت شوې.

د روغتیایي چارو مسؤلینو همدارنګه ویلي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې ۲۵۸ کسان د کویډ نولس ناروغۍ له کبله مړه شویدي.

د کلیفورنیا په ایالت کې اوس مهال شاوخوا اته زره کسان بستر دې چې یا د کرونا ویروس نیولي او یا د ویروس لرلو شک پرې کیږي خو مسؤلین وایي ښایي چې د دغو ناروغانو شمیر څلور چنده زیات شي او په همدې خاطر یې د پوځ نه د روغتیایي چارو د کار کوونکو غوښتنه کړې.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس د جمعې تر سهاره، جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۷) په ټولې نړۍ کې ۱۴ ملیونه کسان نیولي. د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې پدې ویروس اخته شوي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې ۳.۵ میلیونه کسان د کرونا په ویروس اخته دي، ورپسې برازیل دی چې شاوخوا دوه ملیونه کسان پرې اخته دي او هند د یو ملیون اخته شویو کسانو په لرلو سره په دریم مقام کې دی.

همدارنګه د امریکا په متحده ایالاتو کې د پنجشنبې په ورځ د کرونا د ویروس ۷۵ زره مثبتې پیښې ثبت شوې چې ساری نلري او په یوه ورځ کې د دومره ډیرو مثبتو پیښو د ثبت کیدو ریکارډ بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG