د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر درې میلیونو ته ورسید


په امریکا کې د کروناویروس د پیښو په زیاتیدو سره پدې هیواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر درې میلیونو تنو ته ورسید.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د چهارشنبې جولای اتمې (چنګاښ ۱۸) تر سهاره په امریکا کې څه د پاسه دوه میلیونه او ۹۹۶ زره تنه په کروناویروس اخته شوي او ددې ویرس په وجه د مړو شمیر ۱۳۱۴۸۰ تنو ته رسیدلی دی.

پدې ترڅ کې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سه شنبې په ورځ ناوخته د ټویټر په یو پیغام کې ولیکل چې د کروناویروس مړینې په امریکا کې لس چنده راټیټې شوې دي.

د کروناویروس نوې پیښې د امریکا په جنوبي ایالتونو په ځانګړې توګه په فلوریدا ، تکزاس او اریزونا کې زیاتې شوې دي. پدغو ایالتونو کې اکثر مشغولیتونه او کارونه چې د کروناویروس د خپریدو په وجه تړل شوي وو، بیرته پرانستل شوي دي.

یواځې د جولای میاشتې په لومړیو پنځو ورځو کې په امریکا کې د کروناویروس څه د پاسه ۲۵۰ زره نوې پیښې ثبت شوي دي چې پدې موده کې د فلوریدا ایالت دوه ځلې د کرونا تر ټولو زیاتې پیښې درلودلې دي.

د فلوریدا والي ران دی‌ سانتیس، ویلي دي چې پدې ایالت کې اکثره نوې پیښې د ۱۵ کلنو او ۴۴ کلنو کسانو ترمنځ دي.

په فلوریدا او اریزونا ایالتونو کې د کروناویروس د پیښو په زیاتیدو سره د امریکا مرستیال جمهور رئیس مایک پنس، دغو دوو ایالتونو ته خپل پلان شوی سفر وځنډاوه.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کروناویروس وبا یو "نوی او خطرناک" پړاو پیل شوی دی.

برازیل د یو میلیون او ۶۶۸ زره پیښو په درلودلو سره د امریکا وروسته په دوهم ځای کې دی او ورپسې هند د څه دپاسه ۷۴۲ زرو او روسیه د ۷۰۰ زرو پیښو په درلودلو سره دریم او څلورم دي.

د کروناویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG