د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کروناویروس نوی ریکارډ؛ په یوه ورځ نژدې ۶۸ زره پیښې


پداسې حال کې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کروناویروس د مخنیوي هڅې روانې دي، د امریکا په متحده ایالاتو کې پدې ناروغۍ د اخته کیدو نوی ریکارډ ثبت شوی دی.

امریکایي مقامات وایي د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۵) په متحده ایالاتو کې ۶۷۶۰۰ تنه په کوویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي چې ددې ویروس د خپریدو راهیسې دا شمیره بیسارې ده.

د امریکا متحده ایالات ددې ناروغۍ د نژدې ۳.۵ میلیون پیښو او د ۱۳۷۴۱۹ مړینو په درلودلو سره په نړیواله کچه تر ټولو ډیر ځپل شوی هیواد دی.

د امریکا د فلوریدا، اریزونا، کلیفورنیا او تکزاس ایالتونو د ۳۶ زره نویو پیښو او ۴۵۰ تنو د مړینې خبر ورکړی دی.

هغو ایالتونو چې د کروناویروس په وجه لګیدلي محدودیتونه یې راکم کړي وو بیرته یې محدودیتونه وضع کړي ځکه چې روغتیایي مقامات د کروناویروس د بیرته راتګ دلیل د ماسک نه تړل او د فزیکي فاصلې نه مراعت کول ګڼي.

د امریکا دوو سترو شرکتونو وال مارت او کروګر، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکې اونۍ څځه باید ټول مشتریان یې مغازو ته د ننوتلو پر وخت ماسکونه وتړي.

وال مارت په امریکا کې شاوخوا پنځه زره مغازې لري چې ۳۵ فیصده یې په هغو ښارونو کې دي چې د ماسک تړل په کې جبري ندي.

د امریکا متحده ایالاتو په ملي کچه د ماسک تړل ندي اجباري کړي او دغه صلاحیت یې د هر ایالت مقاماتو ته ورکړی دی، خو د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او وقایي ادارې د ماسک د تړلو سپارښتنه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو وروسته برازیل د څه دپاسه یو میلیون او ۹۶۶ زره پیښو په درلودلو دوهم، هند د څه دپاسه ۹۶۸ زره پیښو او روسیه د څه دپاسه ۷۵۱ زره کروناویروس پیښو په درلودلو سره دریم او څلورم ځای کې دي.

کروناویروس لومړی ځل د تیر کال په دسمبر میاست کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او ډیر ژر په وبا واوښت. دا ساري ناروغي اوږس د نړۍ ۱۸۸ هیوادونو ته پراخه شوې ده او په نؤۍ کې یې تر اوسه څه دپاسه ۵۸۴ زره کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG