د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ښځه او خاوند د محرمو اتومي معلوماتو د پلور په تور نیول شوي


د متحده ایالاتو د ویسټ ویرجینیا په ایالت کې یوه ښځه او خاوند پدې تور نیول شوي چې د اتومي جنګي کښتیو په هکله محرم معلومات یې پداسې یو کس پلورل چې ګمان کېږي د یو بهرني دولت استازی به وي.

د امریکا عدلیې وزارت یکشنبه اکتوبر ۱۰ (تلي ۱۸)ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي چې جانتن ټیوبي د امریکا په بحري ځواکونو کې د اتومي انجینر په توګه کار کاوه او د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د شنبې په ورځ د هغه د میرمنې ډینا سره یو ځای ونیول.

په دواړو یې د اتومي انرژۍ د قانون نه د سرغړاونې تور لګیدلی او د جنایي جرمونو د شکایت په اساس نیول شوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دې ښځې او خاوند تقریباً یو کال په اتومي برېښنا د سمبالو جنګي کښتیو په هکله معلومات پداسې یو شخص پلورل چې ګمان یې کاوه د یو بهرني ځواک استازی به وي خو په حقیقت کې دا کس د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مخفي اجنټ و.

جانتن ټیوبي چې په اتومي برېښنا د سمبالو جنګي کښتیو په هکله یې د خپلې دندې له کبله معلومات درلودل د خپلې میرمنې په همکارۍ یې د اتومي اوبتلو د ریاکترانو په باره کې معلومات د ۱۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت په ډیجیټلي پېسو پلورلي و.
د عدلیې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي جانتن د ۲۰۲۰ کال د اپریل په میاشت کې یوه کڅوړه یو بهرني هیواد ته د پوستې د لارې استولې ده چې د محرمو معلوماتو نمونه او د پټو اړیکو د جوړولو لارښونې پکې وې.

د شکایت په لیک کې ویل شوي چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (ایف بي آی) دا لیک تر لاسه کړی و او د لیږل کیدو مخه یې نیولې وه. ویل کیږي چې د ایف بي آی اجنټ ځان دغې ښځې او خاوند ته د بهرني هیواد استازی ور پیژندلی و چې وکړی شي د هغوي سره اړیکه وساتي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال ماریک ګارلینډ د ټولو هغو ادارو نه چې د هغه په قول دا " دسیسه یې شنډه کړې" مننه وکړله. ټاکل شوې دا میرمن او خاوند د همدې روانې اکټوبر د میاشتې په ۱۲ مې نېټې د ویسټ ویرجینا په ایالت کې د فدرال محکمې ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG