د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي محکمې د روسیې جاسوسه په بند محکومه کړه


په امریکا کې یوې محکمې د روسیې لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوې ماریه بوتینا ته د اتلس میاشتو د بند سزا ورکړیده

محکمې پداسې حال کې دغه سزا واوروله چې په جاسوسۍ تورنې، ٣٠ کلنې ماریه بوتینا د قاضۍ نه د رحم خواستونه کول او په خپل عمل یې پښیماني څرگندوله.

ماریته بوتینا چې د سائبیریا اوسیدونکې ده، د یو روسي چارواکي سره یې لدې لپاره همکاري کوله چې په امریکا کې د ټوپک لرلو د حق د پلویانو د ډلې سخه معلومات راټولول چې د کانگرس په محافظه کاره غړیو نفوز ولري.

قاضۍ تانیه چټکان چې دغه پریکړه یې واوروله، دا هم وویل چې ماریه بوتینا به د بند د مودې د پوره کیدو نه وروسته روسیې ته وشړل شي.

بوتینا په محکمې کې وویل چې د هغې نیولو چې په نړیواله کچه کومې گنگوسې پارولې دي، هغه پرې شرمیدلې ده. هغې وویل چې مور پلار یې ورته د قانون د درناوې تعلیم ورکړی و او دا د قاضۍ نه د بخښنې او رحم خواست کوي.

بوتینا په ٢٠١٥ کال کې د روسې د یو چارواکې سره د همکارۍ جرم منلی و.

XS
SM
MD
LG