د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیر د ۱۱ ملیونو نه واوښت


د روغتیایي چارو مسؤلین وایي په امریکا کې د کرونا ویروس د خپریدو دریمه څپه راغلې
د روغتیایي چارو مسؤلین وایي په امریکا کې د کرونا ویروس د خپریدو دریمه څپه راغلې

روغتیایي چارواکي وایي د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس د خپریدو دریمه څپه راغلې او ګڼ شمیر پدې ویروس اخته شوي.

د امریکا د جانس هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ د یکشنبې د ورځې نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) پورې په امریکا کې د ۱۱ ملیون ډیر کسان د کرونا په ویروس اخته شویدي.

د روغتیایي چارو مسؤلین وایي چې په امریکا کې دا ویروس په دومره چټکۍ د خپریدو په حال کې دی چې یوازې پدې تیرو ۸ ورځو کې د ۱ میلیون نه زیات کسان پرې اخته شوي. د نړۍ په هیڅ یو هیواد کې دا ویروس په دومره چټکۍ ندی خپور شوی.

د راټولو شویو معلوماتو له مخې په امریکا کې دا یوولسمه ورځ ده چې په پرله پسې توګه د ۱۰۰ زرو نه زیات کسان په یوه ورځ د کرونا په ویروس اخته کیږي.

دې ویروس د ټولو نه زیات د امریکا متحده ایالات ځپلي دي. پدې تیرو ۷ ورځو کې په اوسط ډول په امریکا کې ۱۴۴ زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او ۱۱۲۰ مړه شوي.

د ټولو نه زیات کسان د امریکا د کلیفورنیا او ټکساز په ایالتونو کې د کرونا په ویروس اخته شوي. د رویټرز خبري اژانس د معلوماتو له مخې پدې دوه ایالتونو کې ۲.۱ ملیون کسان کرونا نیولي.

دا ویروس د لومړي ځل لپاره د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شوی خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس یې د نړۍ په ۱۹۶ هیوادونو او سیمو کې د ۵۴ ملیون نه ډیر کسان نیولي او ۱.۳۱ ملیون نور یې مړه کړیدي.

XS
SM
MD
LG