د لاس رسي وړ اتصالات

دجمهوري گوند د نوماندانو ترمنځ د مالیاتو اسراېلو اومهاجرت پرمسایلو بحث وسو


دجمهوري گوند د نوماندانو ترمنځ د مالیاتو اسراېلو اومهاجرت پرمسایلو بحث وسو
دجمهوري گوند د نوماندانو ترمنځ د مالیاتو اسراېلو اومهاجرت پرمسایلو بحث وسو

د فلوریډا ایالت د ابتدايي ټولټاکنو نه مخکي پرون شپه د امرېکا د جمهوري ریاست لپاره څلورو کاندیدانو خپله وروستی مباحثه وکړله.

په دغه مباحثه کې امریکا ته د مهاجرت، مالیاتو ، اسراییلو او په فلوریدا کې دسپوږمۍ د مستعمرې په نامه د ېو ځای په هکله چې په دغه اېالت کې به جوړشي، بحث وشو . په دغه ځای کې به دامریکا د فضايی ټکنولوژۍ زېاته برخه وي.

د پنجشنبې د ماسخوتن په دغه مباحثه کې چې په ټوله امریکا کې خپریدله ، ددغې څلورکسېزې ډلې مخکښ نېوت گینگرېچ او میت رامني یو پربل سخت ا عتراضونه وکړل.

دغه بحث د فلوریډا په جکسن وېل کې چې په شمالي فلورېډا کې پروت دی کېده. دا ایلت د کیوبا هېواد ته ډېر نېژدی دی. او دکیوبا نه راغلي ډېر زېات مهاجران پکښې اوسېږي.

نېوت گینگرېچ پر میت رامني باندی انتقاد وکړ چې دی دمهاجرت مخالف دی. مېت رامنی وویل چې دا ډېره دکرکې وړ خبره ده او هغه ته ېې وویل چې پکاره ده چی معذرت وغواړي. گینگرېچ ووېل رامنی به مهاجران دېته اړکړي چې له دې هېواد نه ولاړشي او په دې کې زاړه خلک هم شامل دي. خو رامنی ووېل چې دی غواړی خلک امرېکا ته په قانونی ډول راشی او دلته کار وکړی.

رامنی پر گنگرېچ نیوکه وکړه چې دی پېشنهاد لری چې دمون کالونی یا د سپوږمی د مستعمری په نامه ېوځای په سپوږمی کې جوړ کړی. خودی وایی زه غواړم په دغو پېسو باندی په امرېکا کې کورونه جوړشي.

XS
SM
MD
LG