د لاس رسي وړ اتصالات

په ولسي جرګه کې د آمریکا د پور پر لایحې راي ګیری وځنډیده


په ولسي جرګه کې د آمریکا د پور پر لایحې راي ګیری وځنډیده
په ولسي جرګه کې د آمریکا د پور پر لایحې راي ګیری وځنډیده

د آمریکا ولسي جرګې هغه رای ګیري ځنډولې ده چې د جمهوري غوښتونکو په وړاندي شوي پلان باندي کیدله. ددغه پلان هدف دا دی چې د فیدرالي پور د اخیستلو اندازه زیاته شي. دا په داسي حال کې ده چې یواځي ۵ ورځې وخت پاته دی چې د هغه نه وروسته به د آمریکا حکومت د خپل میاشتنې لګښتونو په ادا کولو کې شاته پاته شي.

د ولسي جرګې ریْس جان بینر وايي چې د رایو بهیر یې په دې خاطر وځنډوی چې خپل په ګوند کې یې کافي ملاتړ نه درلودی.

ټاکل شوې وه چې نن په سیمه ایز وخت ماښام به د ولسي جرګې ریْس د جمهوري غوښتونکی جان بینر په وړاندي شوي پلان باندي رای ګیري شوې وای، خو د بودیجې او د پور د لایحې پر سر د دوو ساعتونو بحث وروسته ولسي جرګې چې اکثریت په کښي جمهوري غوښتونکي دي، یو دم پام و یوې بلې لایحې ته واړوی. دغه لایحه د دولتي پوسته خانو د نومونو د بدلون په هکله وه. وروسته د څو ساعتونو دپاره د رای ګیري لړۍ وځنډیدله او داسي ریپوټونه خپاره شول چې ګوني د پارلمان ریْس جان بینر په کافی اندازه رایې، یعنی ۲۱۷ رایې نلري چې دغه لایحه تصویب کړي او په قانون باندي بدله شي.

په ولسي جرګه کې لیدل کیدل چې جمهوري غوښتونکي استازي د بینر دفتر ته تله او راتله او داسي اوزاې خپرې شوې چې ښاغلي بینر د حکومت ضد ټي پارټي پلویانو سره یو په یو سلامشورې کولې. د ټي پارټي، چې یوه محافظه کاره ډله ده په دې خاطر د ښاغلي بینر د لایحې سره مخالفت لري چې وايي په دې لایحه کې د حکومت لګښتونه زیات راکم شوي نه دي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې ریْس جان بینر د یوه خبري کنفرانس پر مهال مطمین ښکاره کیدی.

هغه داسي وویل: ،،نن به ولسي جرګه بیا اقدام وکړي چې د پور د حد ستونزې ته یو حل پیدا کړي. مونږ به بیا اقدام وکړو لکه چې مو د بودیجې په برخه کې اقدام وکړ او لکه چې نورو ستونزو ته مو چې حل پیدا کړ، هغه ستونزې چې زمونږ ملک وروسره لاس او ګریوان دی.،،

په ولسي جرګې کې زیات شمیر وکیلانو د ښاغلي بینر د پلان د تصویب غوښتنه وکړه چې د دې پلان په لړ کې به د حکومت زیاته اندازه لګښتونه کم کړل شي. د ولسي جرګې د بودیجې د جرګه ګۍ ریْس جمهوري غوښتونکو پال راین وویل چې ۱۴،۳ ټریلیون ډالره پور د آمریکا د ماشومانو ژوند په خطر کې نه اچوي بلکې پور شوي ډالر او پر دغو ډالرو باندي سود د آمریکا اقتصاد ته اوس ضربه رسوي.

پال راین داسي وايي: ،،د دغو پیسو سم نیمايي د نورو ملکونو نه راځي. لکه چین. ولي به مونږ جمهور ریْس ته سپین چیک ورکوو. ولي به دغه لړۍ ته ادامه ورکوو او خپل خودمختارۍ او پر ځان باندي متکي توب ته به ضربه رسوو او د نورو ملکونو نه خپل د حکومت د چلولو په خاطر به پورونه اخلو. دغه بهیر باید پای ته ورسېږي.،،

د یادونې وړ ده چې زیات شمیر جمهوري غوښتونکو وویل چې د ښاغلي بینر له خوا وړاندي شوې لایحه کامل نه ده خو د حکومت یو داسي حالت ته تګ نه ښه دی چې په لړ کې یې حکومت ونشي کړای چې خپل مالي مسولیتونه پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG