د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي

د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي نن د چهارشنبې په ورځ افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رارسیدلي دي.
د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي نن د چهارشنبې په ورځ افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته رارسیدلي دي.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیز او د ناټو عمومي منشي یانس ستولتنبرګ نن سهار په یوه ناڅاپي سفر پلازمینې کابل ته رسیدلي او ټاکل شوې چې د ورځې په اوږدو کې به له افغان چارواکو سره لیده کاته وکړي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي به نن د ورځې په یوولسو بجو له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وګوري.

د سرچینې په وینا دواړه لوري به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان په تړاوو په نوې ستراتیژۍ او دغې سترایژۍ پهپلي کیدو سره بحثونه وکړي.

دې سرچینې زیاته کړه چې په دې بحثونو کې د افغان ځواکونو په تیره بیا د ځانګړو او هوايي ځواکونو د وړتیاوو په زیاتیدو خبرې هشاملې دي

همداشان دا سرچینه وایي په دې کتنو کې به له ترهګرۍ سره مبارزه او ددغې مبارزې اړخونه هم وارزول شي.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیز تر دې وړاندې د هند په نوي دهلي کې وو او هلته یې هندي چارواکو سره د امریکا - هند د نظامي همکاریو ترڅنګ په افغان روان وضعیت هم خبرې کړي دي.

ټاکل شوې د دغو خبرو په پای کې جمهوررئیس غني د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو له سرمنشي سره یو ګډ خبرې کنفرانس ته وینا هم وکړي.

په هوايي ډګر راکټي بریدونه

د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو د سرمنشي له راتګ وروسته په یوولس بجو او لسو دقیقو د کابل په هوايي ډګر راکټي برید وشو خو دغه راکتي برید مرګ ژوبله نه درلوده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې درې راکټي نن شاوخوا یوولس بجې د حامد کرزي په هوايي ډګر په ختیځه څنډه کې لګېدلي دي.

ښاغلي دانش وویل چې تراوسه پورې د تلفاتو راپور ندی ورکړل شوی.

نجیب دانش دا هم وویل چې په الوتنو کې کوم ځنډ ندی راغلی او الوتکې نورمال الوتنې کولی شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG