د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر وایي افغانستان ته ژمن پاته کیږو


امریکا د دفاع وزیر به افغانستان ته د خپل سفر پر وخت په دغه هیواد کې د میشتو امریکایي عسکرو سره هم لیده کاته وکړي
امریکا د دفاع وزیر به افغانستان ته د خپل سفر پر وخت په دغه هیواد کې د میشتو امریکایي عسکرو سره هم لیده کاته وکړي

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر اود افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه په ارګ کې د خبرو په پای کې یو لنډ ګډ خبري کنفرانس ته ویناوي وکړې، خو د خبریالانو پوښتنې یې وانخیستلې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په خپله وینا کې افغانستان سره د امریکا د مرستو په ځانګړي دول په روان کال کې د دغه هیواد د پوځي مرستو څخه د خپل حکومت او افغانانو په استازیتوب مننه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پاتې کیدو په اړه د امریکا جمهور پریکړه چې د ښاغلي غني پر وینا د امریکا دفاع وزیر په کې لوی لاس وو، داسې یوه پریکړه ده چې پنځوس او یا سل کاله وروسته به د یوې تاریخي پریکړه په توګه وپیژندل شي.

ښاغلي غني افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د پنځلس کالو پرله پسې مرستو د یادونې پروخت وویل چې افغانانو سره د نورو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو په جلبولو کې د امریکا د دفاع وزیر لوی لاس وو.

ښاغلي غني وویل " زه بیا هم له تاسو مننه کوم ، ځکه بې له تاسوهلوځلو او بې له ستاسو توجه څخه دا نړیواله اجماع به پس له پنځلس کالو څخه ډیره سخته وه ".

جمهوررئیس غني وویل امریکايي عسکر د افغان امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه کارکوي.

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر هم وویل چې په روان کال کې امریکا د افغانستان په هکله درې پریکړې کړي دي.

هغه په دغو پریکړو کې د امریکا د جمهوررئیس له خوا دده په سپارښتنه په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو پاتې کیدل، د ستراتیژیکي اغیزو لرونکو عملیاتو کې برخه اخیستل او افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا د مالي او د ښونې روزنې په برخو کې د مرستو دوام وښود.

د دامریکا دفاع وزیر د افغان ځواکونو د پوځي وړتیا یادونه هم وکړه.

ښاغلي کارټر وویل "سږکال مونږ ګورو چې افغان امنیتي ځواکونه چې ستاسو د هیواد د امنیت مشري په غاړه لري او په یو ازمایښت سره مخ وو، د سترو قربانیو په ورکولو سره هغوی چې د جګړې په ډګر کې خپله کوه وړتیا او عزم څرګندونه کړې او هغوی د نفوسو د ډکو سیمو د نیولو په برخه کې د طالبانو د اهدافومخه نیولې ده، دا یو ستر پرمختګ څرګندوي چې افغان ځواکونو د امریکا د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو په مرسته ترلاسه کړی دی".

همداشان د امریکا دفاع وزیر وویل هیواد به یې افغانستان سره د مرستو د دوام ته ژمن پاتې شي او همداسې به د افغانانو په څنګ کې پاتې شي.

هغه وویل چې د القاعدې ډلې پر وړاندې به امریکايي ځواکونه خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي کارتر وویل " په حقیقت کې د افغان ځواکونو په ملتیا مو په دې وروستیو کې د اسلامي دولت چې دلته ورته داعش وایي دوه ستر عملیات ترسره کړل په دې هیواد کې د هغوی مشران مو ووژل او په دې هیواد کې مو د هغوی جګړیزو قابیلیتونو ته زیان ورسوه،همداشان مونږ په افغانستان کې د القاعده ډلې پاتې شونو پروړاندې بریدونو ته دوام ورکوو".

اشتون کارتر چې د امریکا ددفاع وزیر په توګه یې دا افغانستان ته دا څلورم سفر وو، په دې سفر کې د هغه میرمن هم ورسره ملګرتیا کوله.

امریکا په افغانستان کې نهه زره او اته سوه عسکر لري.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی چې ټاکل شوې بله عیسوي میاشت د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرامپ ته واک وسپاري.

تراوسه لا معلومه نه ده چې د امریکا نوی جمهوررئیس به په افغانستان کې په څومره شمیر خپل عسکر وساتي، خو تیره اونۍ د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرامپ جمهوررئیس محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبر کې وویلي وو، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزولو وروسته که اړتیا وي افغانستان سره به خپله امنیتي همکاري زیاته کړي.

همداشان په دغو ټیلیفوني خبرو کې د اامریکا منتخب جمهوررئیس، د افغانستان او امریکا ترمنځ د دواړه اخیزو خبرو د دوام لپاره جمهوررئیس غني ته د واشتنګټن څخه د لیدنې بلنه هم ورکړې وه .

XS
SM
MD
LG