د جمهوري ریاست مقام لپاره د دیموکرات ګوند کاندیدان به ۱۲ مناظرې ولري

د دیموکرات ګوند دوشنبه نومبر ۲۳ اعلان کړی چې د ۲۰۲۸ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دې ګوند په استازیتوب کاندیدان به ۱۲ مناظرې ولري.

د اعلان له مخې ټاکل شوې چې لومړۍ مناظره به د ۲۰۲۷ کال جولای په میاشت وشي او وروستۍ به یې د ۲۰۲۸ کال د مارچ په میاشت کې وي.

د دیموکرات ګوند د ملي کمیټې مشر کین مارټن په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بهیر یو موټی کوی او د نهایي کاندید په ټاکلو کې د ګوند د ځواکمنیدو سبب کیږي.

ښاغلي مارټن همدرانګه ویلي چې پدې بهیر سره به دیموکراتان پداسې موقف کې راشي چې وکړی شي "بیرته سپینې ماڼۍ ته" ولاړ شي.

پدې مناظرو کې به رایه ورکوونکي وکړی شي چې د بیلا بیلو موضوعاتو په هکله د کاندیدانو نظرونه مخامخ واوري او دا به هم وپتیل شي چې ددې ګوند په استازیتوب به په ۲۰۲۸ کال کې وروستی کاندید څوک وي.

جمهوري غوښتونکي ګوند تر اوسه د ۲۰۲۸ کال د انتخاباتو په هکله خپل پلان ندی په ډاګه کړی. ټاکل شوې چې دا ځل په دواړو ګوندونو کې د ورستي کاندید ټاکل خورا ګران کار وي ځکه چې د ۲۰۱۶ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره داسې وضعیت دی چې د هیڅ ګوند برحال کاندید پدې شرایطو ندی برابر چې ځان د بلې دورې لپاره کاندید کړي.

د کاندیدانو د ټاکلو لپاره باید دواړوه ګوندونه په ټولو ایالتونو کې ګوندي انتخابات او ګوندې جرګې وکړي او وروستی کاندید به په ملي کنوانیسیونونو کې اعلان شي.

د ۲۰۲۸ کال د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند اعلان کړی چې لومړني ګوندي انتخابات به د آیوا، نیو همشایر، نیواډا او جنوبي کاریلونا کې وي – دې ګوند په ۲۰۲۴ کال کې هم په همدې توګه انتخابات کړي و.

لومړي ګوندي انتخابات او ګوندې جرګې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې مهمې دي ځکه کاندیدان غواړي چې د پلویانو کچه معلومه کړي.

بل پلو بیا دیموکراتان غواړي د ۲۰۲۴ کال په بڼې ګوندي انتخابات وکړي او لومړۍ رایه اچونه به په جنوبي کاریلونا، نیواډ او نیو هامشیر کې وشي خو دې ګوند د نیو مکسیکو، ورجینیا او مشیګن په شان یو شمیر نور ایالتونه هم د انتخاباتو په مهال ویش کې پورته کړیدي.

​
XS
SM
MD
LG