د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ ځانګړی خبر؛ واشنګټن په درېیمو هیوادونو کې د افغان نجونو د زده کړو ملاتړ کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته ویلي چې دغه وزارت د "تحصیلي بورسونو او په افغانستان کې د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې د محصلینو د بریالیتوبونو څخه د ملاتړ" له لارې په درېیمو هېوادونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو څځه ملاتړ کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې تر واکمنېدو وروسته، طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو، په حکومتي او غیرحکومتي ادارو کې د ښځو په کار کولو او د ښځو او نجونو په نورو بشري ازادیو محدودیتونه لګولي دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوه ایمیل په ځواب کې لیکلي چې د طالبانو فرمانونو د افغانانو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ زیاتې محدودې کړې دي. وزارت دا هم لیکلي چې طالبان "د هغو زیان راوړنکو شرایطو مسؤل دي" چې د ښځو او نجونو په ګډون، ټول افغانان ورسره مخ دي.

د پيغام په یوې بلې برخې کې راغلي چې د امریکا حکومت هغه بهرنۍ مرستې ځنډولې چې ښايي طالبان ترې ګټه پورته کړي. د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند لیکلي: "لکه څنګه چې ولسمشر [ډونالډ ټرمپ] لارښوونه کړې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټولې هغه بهرنۍ مرستې ځنډولې دي چې احتمال لري طالبانو ته ګټه ورسوي."

له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې ډلې د یوې نوې سروې پر بنسټ راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ۷۵ سلنه مرستندویه سازمانونه د ښځو لخوا په بشري فعالیتونو کې د ګډون د دوام لپاره د طالبانو د حکومت له خوا ټاکل شويو شرایطو سره موافق دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د ځانګړو سیاسي چارو بدیلې استازې جنفر لوسیتا څو اونۍ وړاندې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډې کې وویل چې د دغه هېواد وګړي "د بشري حقونو سرغړونې، بې وزلۍ، بېکارۍ، بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي محدودوالي، او د ښځو پر حقونو د غیر معقولو محدودیتونو" له امله ورځ تر بلې له "زیاتوونکو ستونزو" سره مخ دي.

لوسیتا وویل چې طالبان د دې وضعیت مسؤل دي او د هغې په وینا دا ډله "د افغانانو د هوساینې پروا نه کوي. د نړیوالو مرستو مخه نیسي او پکې لاسوهنه کوي."

د پراخو نړیوالو نیوکو سره سره، طالبانو په پرله پسې توګه د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د خپل سخت دریځ نه دفاع کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه "د اسلامي شریعت او خلکو د کلتور په چوکاټ" کې خوندي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG