د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سودان ته د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د "ناورین د غبرګون" ډله ولیږله


په سودان کې جګړو څه باندې ۴ سوه کسان وژلي او په میلونونو نور یې بشري مرستو ته اړ کړي.
په سودان کې جګړو څه باندې ۴ سوه کسان وژلي او په میلونونو نور یې بشري مرستو ته اړ کړي.

د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو ادارې (USAID) مشره سمنتا پاور وایي سیمې ته یې د ناوږرین د غبرګون د کارپوهانو یوه ډله استولې چې د بشري مرستو چارې همغږې کړي.

میرمن پارو یکشنبه اپریل ۲۳ (غوایي ۳) په اعلامیې کې ویلي چې د متحده ایالاتو دا ډله به په لومړي پړاو کې په کینیا کې فعالیت پیل کړي او له هماغه ځای څخه به په سودان کې چې د روغتیا نړیوال سازمان معلوماتو له مخې تر اوسه پکې څه باندې ۴۰۰ کسان په جګړې کې وژل شوي، د مرستو چارې سمبالوي.

سمنتا پاور همدارنګه ویلي چې د کارپوهانو دا ډله به د نړیوالې ټولنې او نورو همکارانو سره په ګډه کار وکړي چې په سودان کې د خلکو د اړتیاوو لومړیتوبونه پیدا کړي او دا چې څنګه په خوندي توګه بشري مرستې خلکو ته ورسیږي.

په اعلامیې کې راغلي، "متحده ایالات د سودان ولس سره چې د جګړې کوونکو ډلو تر منځ بند پاتې دي، د مرستې زیاتولو لپاره اقدام کوي".

میرمن پاور په اعلامیې کې ویلي ملکیان چې د جګړې له کبله "پخپلو کورونو کې ګیر پاتې دي دارو درملو ته سخته اړتیا لري او ښایي د زیاتې مودې لپاره د برښنا، څښاک اوبو او خوراکي موادو د کمښت سره مخ شي".

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د سودان د وسله والو ځواکونو او چټګ ملاتړ ځواکونو تر منځ په جګړې سل ګونه کسان وژل شوي، ټپي شوي او یو ځل بیا یې د "دموکراسۍ لپاره د دې هیواد هیلې له منځه وړي".

د متحده ایالاتو دا چارواکې پداسې حال کې په سودان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د کارپوهانو ډله استوي چې پدې هیواد کې وار د مخه نږدې ۱۶ ملیونه کسان د ژوند د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

په سودان کې د جګړې له کبله پدې هیواد کې بشري ناورین راغلی، سلګونه کسان پکې وژل شوي او په میلونونو نور پداسې حال کې ګیر پاتي چې آن اساسي خدماتو ته لاسرسی نلري.

په عین حال کې د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو په سودان کې خپل سفارتونه تړلي او دپلوماتیکې چارې یې ځنډولي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تائید کړه چې په خرطوم کې د امریکا سفارت خپل فعالیت ځنډولی او د سفارت ټول مامورین او د هغوي د کورنۍ غړي یې ایستلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په ټویټر کې لیکلي چې د هغو امریکایانو سره د خوندیتوب په چارو کې همکاري کوي او د سودان ولس ته لا ډیر تاوان د رسیدو د مخنيوي لپاره یې د اوربند د مودې په تمدید کیدو ټینګار کړی.

XS
SM
MD
LG