د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، اماراتو سره د مرستې لپاره جنګي کښتۍ او الوتکې استوي 


ټاکل شوې چې د امریکا د سمندري ځواکږنو د USS Cole جنګي کښتۍ د اماراتو سره مرسته وکړي
ټاکل شوې چې د امریکا د سمندري ځواکږنو د USS Cole جنګي کښتۍ د اماراتو سره مرسته وکړي

په متحده عربي اماراتو باندې د حوثي یاغیانو د راکټي بریدونو وروسته د متحده ایالاتو پوځ سیمې ته د رهبري شویو توغندیو د دفاع په سیستم سمبالې کښتۍ او جنګي جت الوتکې استوي.

پنتاګون د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آستن، د سه شنبې په ورځ فبرورۍ اوله د ابوظبې د ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان، سره په ټیلیفوني تماس کې پدې هکله خبرې کړې دي.

د امریکا د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د "USS Cole" جنګې کښتۍ به د متحده عربي اماراتو د سمندري ځواکونو سره همکاري وکړي.

بیان وایي: "د امریکا د دفاع وزیر همداشان د ابوظبې ولیعهد د پنځم نسل جنګي جت الوتکو د استولو په هکله د خپل تصمیم څخه خبر کړ تر څو متحده عربي اماراتو سره د اوسني ګواښ په وړاندې مرسته وکړي او یو څرګند پیغام واستوي چې متحده ایالات د یو لرغوني ستراتیژیک متحد په توګه د متحده عربي اماراتو تر څنګ ولاړ دي."

د جنورۍ په ۱۷ پر متحده عربي اماراتو باندې د حوثي یاغیانو له لورې د میزایلو توغول د ابو ظبې د تیلو په تاسیساتو کې د دریو بهرنیو کارګرو د مړینې سبب شو.

د یوې اونۍ له تیریدو وروسته د متحده عربي اماراتو او د اظفره په هوایي اډې کې میشتو امریکایي ځواکونو د دفاعي راکټونو په توغولو سره دوه میزایل چې حوثي یاغیانو د اماراتو پر لور توغولي وو په هوا کې له منځه یوړول.

پر اماراتو د حوثي یاغیانو دریم برید د تیرې دوشنبې په ورځ هغه وخت وشو چې د اسرائیل صدراعظم ایزاک هرتزوګ د اماراتو په لیدنه بوخت و.

متحده عربي امارات د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف غړی دی چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد چنګیږي.

XS
SM
MD
LG