د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا چینايي پناه غوښتونکي‌ وشړل


یو شمېر چینايي پناه غوښتونکي په پاناما کې له کښتۍ څخه ښکته کېږي
یو شمېر چینايي پناه غوښتونکي په پاناما کې له کښتۍ څخه ښکته کېږي

د متحدو ایالتونو د داخلي امنیت وزارت د سه شنبې په ورځ جولاۍ دویمه (چنګاښ۱۲) وویل هغه چینایان یې په یوې چارټر شوې الوتکې کې بېرته خپله هېواد ته ستانه کړل چې په ناقانونه توګه یې امریکا ته د داخلېدو هڅه کوله.

د دغو ستانه کړل شویو چینایانو شمېر لا معلوم نه دی. له ۲۰۱۸ کال راهېسې دا لومړی ځل دی چې امریکا هغه چینایان بېرته ستنوي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته داخل شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوې اعلامیې کې د دغه وزارت د وزیر الیهاندرو مایورکاس له خولې لیکلي دي چې واشنګټن او بیجینګ د ناقانونه مهاجرت او انساني قاچاق د مخنیوي په برخو کې همکاري لري.

په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي: «د کډوالو لپاره د خپلو قوانینو تنفیذ به روان ساتو او هغه خلک چې په متحدو ایالتونو کې د اوسېدو قانوني اساس نه لري، وبه شړو. خلک باید د قاچاق کوونکو په درواغو باور ونه کړي.»

د امریکا د ویزو اخیستل سخت شوي او په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته اقتصادي وضعیت خراب شوی چې له کبله یې یو شمېر چینایان هڅه کوي د مکسیکو له لارې متحدو ایالتونو ته ځانونه ورسوي.

د امریکا حکومت د رسمي شمېرو په اساس، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د مۍ د میاشتې تر پای پورې، تقریبآ ۵۶زره چینايي پناه غوښتونکي د مکسیکو او کاناډا له لارې امریکا ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر پای پورې ۵۲۷۰۰ چینایان امریکا ته ننوتلي دي.

د امریکا حکومت د پناه غوښتونکو او کډوالو د مخنیوي لپاره له مکسیکو سره په سرحدونو کې یو لړ تدابیر نیولي دي. د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتو یو کاندید او مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د امریکا په اوسني حکومت انتقاد کوي چې د ناقانونه کډوالو په مخنیوي کې ناکام دي. د کډوالو مسئله په انتخاباتي مبارزو کې یوه ګرمه مسئله ده. جمهوریت غوښتونکي‌ په دې برخه کې د جدي او دموکراتان د معتدلې تګلارې غوښتونکي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG